د کرنې په وزارت کې د مالدارۍ د ملي سروې پرانیسته وشوه  

mail-admin
Wed, Dec 18 2024 2:43 PM
د کرنې په وزارت کې د مالدارۍ د ملي سروې پرانیسته وشوه  

۲۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان په کچه د هر اړخیزې مالدارۍ سروې د پرانیستې غونډه د کرنې وزارت په عبدالوکیل تالار کې د دې وزارت لوړپوړو چارواکو، د احصایې ملي ادارې استازو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د استازو په ګډون ترسره شوه.
په دې مراسمو کې، د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حقاني، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې رییس ریچارد ترینچارد او د مالدارۍ او حیواني روغتیا عمومي رییس مفتي ذاکرالله ذاکر خبرې وکړې. سربېره پر دې، د کرنې وزارت او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې رئیسانو او کارکوونکو هم په دې غونډه کې ګډون درلود.
په پیل کې، مفتي ذاکرالله ذاکر ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هېواد د څارویو د شمېر د معلومولو پر اهمیت ټینګار وکړ. ورپسې، مولوي صدراعظم عثماني د دې برنامې اهمیت په ګوته او زیاته یې کړه: «د څارویو کره سرشمېرنه کولای شي، د اغېزناکو کرنیزو او مالدارۍ پروګرامونو د جوړولو او عملي کولو لپاره بنسټیز ګام وي، چې د خلکو ستونزې هوارې کړي او د خوراکي اړتیاوو پوره کولو ته زمینه برابره کړي.» هغه ټینګار وکړ، چې دا برنامه، چې د امنیتي ستونزو له امله په تېرو دوو لسیزو کې عملي شوې نه وه، اوس د مالدارۍ په برخه کې د پرمختګ لپاره یوه ارزښتناکه موقع ده.
مولوي عبدالسلام حقاني په خپله وینا کې د څارویو سرشمېرنه د عدالت د تأمین او د هېواد مالدارانو ته د مرستو د عادلانه وېش په برخه کې مهم ګام وباله او د دې پروژې د دقیق پلي کېدو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
ریچارد ترینچارد د افغانستان د مالدارۍ د ملاتړ په برخه کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې رول یاد کړ او ویې ویل: «په هېواد کې د امنیت او سولې تأمین شوې فضا یوه ښه موقع ده، چې دا سروې ترسره شي او د څارویو په اړه کره معلومات ترلاسه شي، ترڅو نړۍوالې مرستې د همدې معلوماتو پر بنسټ تنظیم شي.»
په پای کې، د دې برنامې لپاره اړین تجهیزات د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له لوري د سیمه ییزو کارکوونکو تر منځ ووېشل شول، ترڅو چارې رسماً پیل شي. دا ملي برنامه د افغانستان د مالدارۍ د وضعیت په ښه کېدو او د مالدارانو د ملاتړ په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.

افتتاح سروی ملی مالداری در وزارت زراعت افغانستان
۲۸ قوس ۱۴۰۳ هـ.ش
محفل افتتاح سروی همه‌جانبه مالداری به سطح افغانستان، با حضور مقامات بلندپایه وزارت زراعت اداره ملی احصایه و نمایندگان سازمان خوراک و زراعت ملل متحد در تالار عبدالوکیل این وزارت برگزار شد.
در این مراسم، مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، مولوی عبدالسلام حقانی معین مالی و اداری ریاست احصائیه و معلومات، ریچارد ترینچارد رئیس سازمان خوراک و زراعت ملل متحد و مفتی ذاکرالله ذاکر رئیس عمومی خدمات مالداری و صحت حیوانی سخنرانی کردند. همچنین روسا و کارمندان وزارت زراعت و سازمان خوراک و زراعت ملل متحد نیز حضور داشتند.
در آغاز، مفتی ذاکرالله ذاکر ضمن خوش‌آمدگویی، بر اهمیت تشخیص آمار حیوانات در کشور تأکید کرد. سپس، مولوی صدراعظم عثمانی با اشاره به اهمیت این برنامه گفت: «سرشماری دقیق حیوانات می‌تواند پایه‌ای برای تدوین و اجرای برنامه‌های مؤثر زراعتی و مالداری باشد که به رفع مشکلات مردم و تأمین نیازمندی‌های خوراک کمک می‌کند.» او تاکید کرد که این برنامه، که به دلیل مشکلات امنیتی در دو دهه گذشته عملی نشده بود، اکنون فرصتی ارزشمند برای پیشرفت در بخش مالداری فراهم آورده است.
مولوی عبدالسلام حقانی نیز در سخنرانی خود، سرشماری حیوانات را گامی در راستای تأمین عدالت و توزیع عادلانه کمک‌ها به مالداران کشور دانست و بر اهمیت اجرای دقیق این پروژه تأکید کرد.
ریچارد ترینچارد نیز با بیان نقش سازمان خوراک و زراعت ملل متحد در حمایت از بخش مالداری افغانستان، اظهار داشت: «امنیت و صلح فراهم شده در کشور، فرصت مناسبی برای اجرای این سروی است تا اطلاعات دقیق درباره حیوانات به دست آید و کمک‌های جهانی بر اساس آن تنظیم گردد».
در پایان، تجهیزات مورد نیاز برای اجرای این برنامه به کارمندان ساحوی از سوی  سازمان خوراک و زراعت ملل متحد توزیع شد تا فعالیت‌ها آغاز گردد. این برنامه ملی، نقطه‌عطفی در بهبود وضعیت مالداری و حمایت از مالداران افغانستان به شمار می‌رود.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS