د کرنیزو پراختیايي پروژو راپور د کرنې وزارت مالي مرستیال ته وړاندې شو  

mail-admin
Wed, Dec 18 2024 1:49 PM
د کرنیزو پراختیايي پروژو راپور د کرنې وزارت مالي مرستیال ته وړاندې شو  

۲۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت رئیسانو او سلاکارانو د یوې ناستې په ترڅ کې د ۱۴۰۳ مالي کال د پراختیايي پروژو د کړنو راپور او د ۱۴۰۴ کال لپاره وړاندیزونه د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغا جان آخند «حاجي سالم»، ته وړاندې کړل.
یاده ناسته د سه شنبې په ورځ د مالي او اداري معینیت د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه. په دې ناسته کې ملا آغا جان آخند د راپورونو تر څېړلو وروسته د تېرو نیمګړتیاوو پر له منځه وړلو ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې حاضرو رئیسانو د پراختیايي پروژو لاسته راوړنې او ننګونې تشریح کړې او د راتلونکي کال لپاره د وړاندیز شويو پروګرامونو په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل. د دې ناستې موخه د کړنو ښه کول او په هېواد کې د کرنې د ودې او پراختیا لپاره د پلانونو جوړول په ګوته شوي دي.


گزارش پروژه‌های انکشافی به معین مالی وزارت زراعت ارائه شد
۲۸ قوس ۱۴۰۳ هـ.ش
روساء و مشاوران وزارت زراعت، آبیاری و مالداری طی نشستی گزارش اجراآت پروژه‌های انکشافی سال مالی ۱۴۰۳ و پیشنهادات برای سال ۱۴۰۴ را به ملا آغا جان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت ارائه کردند.
این نشست روز سه‌شنبه در تالار کنفرانس‌های معینیت مالی و اداری برگزار شد و در آن ملاآغاجان آخند، معین مالی و اداری وزارت زراعت، ضمن بررسی گزارش‌ها، بر رفع کمبودات گذشته تأکید کرد.
روساء حاضر در این برنامه دستاوردها و چالش‌های پروژه‌های انکشافی را تشریح کرده و درباره برنامه‌های پیشنهادی سال آینده بحث و تبادل نظر کردند. هدف از این نشست، بهبود اجراآت و تدوین برنامه‌هایی برای رشد و توسعه زراعت در کشور عنوان شده است.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS