پکتیکا کې د خارجي پرازیټونو (کنو) ضد کمپاین پیل شو  

mail-admin
Wed, Dec 18 2024 1:41 PM
د کرنیزو پراختیايي پروژو راپور د کرنې وزارت مالي مرستیال ته وړاندې شو   ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش ۱۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت رئیسانو او سلاکارانو د یوې ناستې په ترڅ کې د ۱۴۰۳ مالي کال د پراختیايي پروژو د کړنو راپور او د ۱۴۰۴ کال لپاره وړاندیزونه د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغا جان آخند «حاجي سالم»، ته وړاندې کړل. یاده ناسته د سه شنبې په ورځ د مالي او اداري معینیت د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه. په دې ناسته کې ملا آغا جان آخند د راپورونو تر څېړلو وروسته د تېرو نیمګړ

۲۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په یاد ولایت کې د کانګو تبې ناروغۍ د مخنیوي لپاره کمپاین پیل شو. دغه کمپاین د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې تمویل شوی دی.
په دې کمپاین کې، چې د ۸ تنه وترنر ډاکترانو په مرسته ترسره کېږي، د مرکز شرنې، مټاخان، زرغون‌شهر او اورګون ولسوالیو کوچي مالدارانو او څارویو ساتونکو ته د څارویو او تبیلو دواپاشي شوې ده. یاد ډاکترانو ته د کنو ضد درمل، دواپاشي پمپونه او د حفظ الصحې اړوند کڅوړې وېشل شوې دي، تر څو د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره ترې کار واخلي.
کانګو تبه (وینه بهېدونکې تبه) یوه وېروسي او مرګونې زونوزس ناروغي ده، چې د کنو له لارې د یو څاروي څخه بل څاروي او انسانانو ته انتقالېږي.
د کرنې وزارت د دې کمپاین له پلي کولو موخه د کانګو تبې پر وړاندې د انسانانو خوندي کول او د ناروغۍ د خپرېدو مخنیوی دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS