د کرنې او مالدارۍ مرستیال د همکارو مووسسو له چارواکو سره وکتل  

mail-admin
Mon, Dec 16 2024 11:05 AM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د همکارو مووسسو له چارواکو سره وکتل  

۲۶ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغان اېډ، تیلو، کانسرن او اکشن اېډ مووسسو له مسئولینو سره وکتل.
هغه په دې ناسته کې د پروژو په اغېزمن، شفاف او همغږي تطبیق ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د مووسسو تمرکز باید په پراختیایي پروژو، په ځانګړې توګه د معیاري سړو خونو په جوړولو وي، ځکه چې دغه تاسیسات د بزګرانو سره مرسته کوي، چې خپل کرنیز محصولات په بېلابېلو فصلونو کې په مناسبه بیه وپلوري.
چارلس ډیویډ، د افغان اېډ موسسې مسئول، د پراختیایي پروژو پر اهمیت ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې همکارې انجوګانې د بزګرانو لپاره بېلابېل پروګرامونه په مؤثر ډول پلي کوي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هڅه کوي، چې د دې مووسسو په همکارۍ پراختیایي پروګرامونه په شفاف او اغېزمن ډول پلي کړي او د بزګرانو لپاره زیاتې ګټې برابرې کړي.

دیدار معین زراعت و مالداری با مسئولان موسسات همکار
۲۶ قوس ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با مسئولان موسسات افغان اید، تیلو، کانسرن و اکشن اید دیدار کرد.
وی در این نشست بر تطبیق موثر، شفاف و هماهنگ پروژه‌ها با وزارت زراعت تأکید کرد و افزود که تمرکز موسسات باید بر پروژه‌های انکشافی، به‌ویژه ساخت سردخانه‌های معیاری باشد، زیرا این تأسیسات به دهاقین کمک می‌کند تا محصولات زراعتی خود را در فصول مختلف به قیمت مناسب عرضه کنند.
چارلز دیوید، مسئول موسسه افغان اید، ضمن تأکید بر اهمیت پروژه‌های انکشافی، اظهار داشت که انجوهای همکار برنامه‌های مختلفی را با موثریت بیشتر برای دهاقین تطبیق می‌کنند.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تلاش دارد تا با همکاری این موسسات، برنامه‌های انکشافی را به‌صورت شفاف و موثر اجرا کرده و منافع بیشتری برای دهاقین فراهم کند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS