هلمند ولایت ته، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د زهکښنې او کرنیزو ځمکو اصلاح رییس سفر  

mail-admin
Sat, Dec 14 2024 11:08 AM
هلمند ولایت ته، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د زهکښنې او کرنیزو ځمکو اصلاح رییس سفر  

۲۴ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د زهکښنې او کرنیزو ځمکو اصلاح رییس، مولوي شیرمحمد حاتمي په مشرۍ، یوه پلاوي د زهکښنې شبکو د احیا او بیا رغونې پروژو د پرانیستلو په موخه هلمند ولایت ته سفر وکړ.
د دې سفر په جریان کې، د کرنې وزارت د زهکښنې رییس لومړی د هلمند د مرستیال والي مولوي محمد نبي حماس سره ولیدل او د دې سفر د موخو په پلي کولو کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه. د هلمند مرستیال والي هم ډاډ ورکړ چې د دغو پروژو په تطبیق کې به لازمه همکاري وکړي.
دغه راز، د کرنې وزارت پلاوي د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي نیاز محمد وهاج سره هم ملاقات وکړ او په دې برخه کې یې د ملاتړ غوښتنه وکړه، چې د کرنې ریاست له لوري یې د همکارۍ ژمنه ترلاسه کړه.
د سفر په دوام، د کرنې وزارت پلاوی د هلمند ولایت بېلابېلو ولسوالیو لکه باباجي او ناوې ته ولاړ او د زهکښنې شبکو د احیا او بیا رغونې کارونه یې پیل کړل. په باباجي ولسوالۍ کې د زهکښنې شبکه د شاوخوا ۱۴.۵ کیلومترو په اوږدوالي او په ناوې ولسوالۍ کې د ۴۵ کیلومترو په اوږدوالي پیل شوه. په ټوله کې دغه پروژې ۶۰ کیلومتره زهکښنې شبکه جوړوي، چې د ۱۲ زره جریبه کرنیزې ځمکو لپاره به ګټه ورسوي. دغه اقدامات به په یادو سیمو کې د اوبو سطحه راټیټه او د کرنیزو حاصلاتو په زیاتوالي کې به لویه مرسته وکړي.
دغه پروژې د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې تمویل شوې او د کرنې وزارت د زهکښنې او کرنیزو ځمکو اصلاح ریاست له لوري تطبیق کېږي. د دغو پروژو موخه د هغو کرنیزو ځمکو تولیدي وړتیا ښه کول دي، چې د اوبو سطحه یې لوړه او حاصلات یې لږ دي.


سفر رئیس زهکشی و اصلاح زمین‌های زراعتی وزارت زراعت به ولایت هلمند
۲۴ قوس ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی شیرمحمد حاتمی رئیس زهکشی و اصلاح زمین‌های زراعتی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در رأس هیئتی به منظور افتتاح پروژه‌های احیا و بازسازی شبکه‌های زهکشی به ولایت هلمند سفر کرد.
در جریان این سفر، رئیس زهکشی وزارت زراعت ابتدا با مولوی محمد نبی حماس معاون والی هلمند دیدار نموده و خواستار همکاری در جهت تطبیق اهداف این سفر شد. معاون والی هلمند نیز اطمینان همکاری لازم را برای تطبیق این پروژه‌ها اعلام کرد.
هیئت وزارت زراعت همچنین با مولوی نیاز محمد وهاج رئیس زراعت، آبیاری و مالداری هلمند ملاقات داشته و خواستار پشتیبانی در تطبیق پروژه‌های زهکشی شدند که این درخواست با اعلام همکاری از سوی مسئولان ریاست زراعت مواجه گردید.
در ادامه سفر، هیئت وزارت زراعت به ولسوالی‌های مختلف ولایت هلمند از جمله باباجی و ناوه رفته و کار احیا و بازسازی شبکه‌های زهکشی را آغاز کردند. در ولسوالی باباجی شبکه زهکشی به طول حدود ۱۴.۵ کیلومتر و در ولسوالی ناوه به طول ۴۵ کیلومتر آغاز گردید. این پروژه‌ها که در مجموع شامل ۶۰ کیلومتر شبکه زهکشی می‌شود، بیش از ۱۲ هزار جریب زمین زراعتی را تحت پوشش قرار خواهد داد. این اقدام به کاهش سطح آب و افزایش حاصلات زراعتی در مناطق یادشده کمک شایانی خواهد کرد.
این پروژه ها از بودجه انکشافی وزارت زراعت تمویل و از سوی ریاست زهکشی و اصلاح زمین وزارت زراعت تطبیق می شود که هدف از آن بهبود بهره‌وری زمین‌های زراعتی با سطح آب بلند و حاصلات کم عنوان شده است.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS