ننګرهار کې د مالټو حاصلات ډېر شوي

mail-admin
Tue, Dec 10 2024 11:33 AM
ننګرهار کې د مالټو حاصلات ډېر شوي

۲۰ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې سږ کال د دې ولایت د مالټو حاصلات د تېرکال په پرتله ډېر شوي دي. 
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولي محسن وویل، چې دکرنې ریاست او همکارو مؤسساتو له لورې د ننګرهار په ۱۷ ولسوالیو ګوشته،کامه، کوزکنړ، دره نور، سره رود، شیرزاد، خوږیاڼو، چپرهار، رودات، کوټ، بټي کوټ، بهسود، غني خېل،مومندره، لعلپوره، اچین او نازیانو  کې پر ۲ زره او ۷۵۳ جریب ځمکه د مالټو بڼونه جوړ شوي دي، چې له دغو بڼونو څخه به داټکل له مخې سږ کال  ۱۱ زره او ۱۳ ټنه حاصل ترلاسه شي.
ښاغلي محسن وویل، چې تېر کال پر ۲ زره او ۵۰۳ جریبه ځمکه د مالټو بڼونه جوړ شوي وو؛ چې ۱۰ زره او ۹۶۸ مټریک ټنه حاصل یي ورکړي وو.
د ننګرهار دکرنې رییس زیاته کړه، چې د ننګرهار اقلیمي شرایط د ستروسو کرلو ته مناسبه ده نو په راتلوونکي کې د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې  دمالټو سل جریبه ننداریزې قطعو جوړولو پلان لرو.
د مالټې د دغو بڼونو جوړولو موخه هېواد د سټروسو مېوو له اړخه پر ځان بسیا کول او په ټوله کې د سټروسو بڼونو ترویج او خلکو ته د کار زمینه برابرول دي.
د افغانستان ختیځ ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونه مدیتراني اقلیم او د مالټو، نارنج او لیمو بڼونو لپاره مناسبه هوا لري، چې هر کال له یادو ولایتونو څخه په زرګونه ټنه د سټرسو حاصلات راټولېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS