میدان وردګو کې د دویم ځل لپاره دڅارویود پوستکي ناروغۍ پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل شو

mail-admin
Sun, Dec 01 2024 11:06 AM
میدان وردګو کې د دویم ځل لپاره دڅارویود پوستکي ناروغۍ پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل شو

د  میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولواو مالدارۍ ریاست دملګرو ملتونو دخوړو اوکرنې ادارې په همکارۍ د یاد ولایت د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې د دویم ځل لپاره د څارویو دپوستکي ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل کړی دی.
دغه پروسه چې د «اف،اې،او»  په مالي همکارۍ ترسره کېږی، چې په ترڅ کې به یې د میدان وردګو په ولایت کې ۲۱ زره ډوزه واکسین پر څارویو پلي کېږي.
یاد کمپاین به ۱۵ ورځې دوام وکړي، چې موخه یې د څارویو د لمپي سکین ناروغۍ له منځه وړل دي.
د لمپي سکین ناروغي د غواګانو او ګاو مېښو یوه ویروسي ناروغي ده، چې د حشراتو د چیچلو له لارې خپریږي، یاده ناروغي له انسانانو د بوټانو، جامو، اړینو وسایلو او سامانونو له لارې خپرېږي.
د نوموړې ناروغۍ له امله حیوانات ډنګرېږي، وزن له لاسه ورکوي او د څارویو پوستکي تخریبېږي، ددې تر څنګ په وخیمو حالاتو کی غولانځې پړسېږي چی له دی سره د شېدو تولید کمېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS