د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د اروپايي ټولنې له اقتصادي رییس سره وکتل

mail-admin
Mon, Nov 25 2024 2:19 PM
د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د اروپايي ټولنې له اقتصادي رییس سره وکتل

۵ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او د پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور په مشرۍ تخنیکي غونډه د اروپايي ټولنې له اقتصادي رییس هین سین او د دغې ټولنې د کرنې له کارپوه سارا سره د کرنې په وزارت کې دائره شوه.
 په دې کتنه کې دواړو لورو د هغو بشرپالو پروژو د تطبيق په اړه، چې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې پلې شوې دي خبرې اترې وکړې. د کرنې وزارت د پلان لوی رییس په دې برخه کې د اروپايي ټولنې د هڅو قدرداني وکړه او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان د کرنې د ودې په لاره کې به د دواړو لورو ترمنځ همکارۍ دوام ولري.
په دې غونډه کې دغه راز وویل شوه، چې د کندهار، هلمند او بادغیس په ولایتونو کې په بېلابېلو کرنیزو برخو کې د ۱۶ میلیونه ډالرو په ارزښت نوې پروژې پلې کېږي او دغه راز په ۲۰۲۵ کال کې د څه دپاسه سل میلیونه ډالرو په ارزښت د بېلابېلو کرنیزو پروژو د تطبیق په اړه هم خبرې اترې وشوې.

دیدار رئیس عمومی پلان وزارت زراعت با رئیس اقتصادی اتحادیه اروپا
۵ قوس ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه تخنیکی تحت رهبری مولوی عبدالغفور رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با هین سن رییس بخش اقتصادی اتحادیه اروپا در افغانستان و سارا کارشناس زراعت آن اتحادیه در وزارت زراعت برگزار گردید.
در این دیدار، طرفین به بررسی تطبیق پروژه‌های بشردوستانه پرداختند که طی سه سال گذشته در افغانستان اجرا شده است. رئیس عمومی پلان وزارت زراعت از تلاش‌های اتحادیه اروپا در این زمینه قدردانی نمود و تاکید کرد که همکاری‌های بین دو طرف در راستای توسعه زراعتی در افغانستان ادامه خواهد یافت.
همچنین در این جلسه اعلام شد که قرار است پروژه‌های جدید به ارزش ۱۶ میلیون دلار در ولایات کندهار، هلمند و بادغیس در بخش‌های مختلف زراعتی عنقریب به اجرا درآید و همین گونه از تطبیق پروژهای مختلف زراعتی به ارزش بیش از صد میلیون دالر در سال ۲۰۲۵ نیز سخن زدند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS