لوګر ولایت ته د کرنې وزیر سفر  

mail-admin
Sun, Oct 20 2024 9:21 AM
لوګر ولایت ته د کرنې وزیر سفر  

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري او د اوبولګولو او طبیعي سرچینو معین مولوي بازمحمد فیضان د یو رسمي سفر په ترڅ کې د یو شمېر ادارو له مسوولینو سره لوګر ولایت ته سفر وکړ.  
په دې سفر کې د کرنې وزیر سره د کورنیو چارو وزارت معین مولوي عبدالحق مخدوم، مولوي احمد الله زاهد د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، د افغان کارت امارتي شرکت اجرائیه رئیس سید احمد آغا، د ځنګلونو د ساتنې قطعې رئیس عبدالحلیم یاسین، د ځنګلونو رئیس مولوي میرویس، د کرنې وزارت د اطلاعاتو او  عامه پوهاوي رئیس مولوي مصباح‌الدین مستعین او د کرنې وزیر سلاکار میرویس خوګیانی ملتیا کوله.  
د سفر په پیل کې، دې پلاوي مولوي ضیاالرحمن مدني د لوګر والي، قاري سبحان د استخباراتو مرستیال، مولوي محمد دین شاه مخبت د امنیه قوماندان او د لوګر ولایت د ادارو له رئیسانو سره په ګډه د ځنګلونو د ساتنې او د لرګیو د پرې کولو د مخنیوي په اړه مجلس جوړ کړ.  
د کرنې وزیر په دې مجلس کې خبرې وکړې او د ځنګلونو ارزښت، ساتنې او د لرګیو د پرې کولو او قاچاق مخنیوي ته یې اشاره وکړه او د خپل سفر هدف یې ګډونوالو ته څرګند کړ. هغه وویل:  «دا د کابینې فیصله ده چې راشو او له خلکو او د امارت له مسوولینو سره له نږدې خبرې وکړو څو له ځنګلونو ساتنه وشي. تاسو پوهېږئ چې د ځنګلونو پرې کول مطلقاً منع دي. په تېرو ۴۵ کلونو کې د انقلاب له امله ډېر ځنګلونه پرې او قاچاق شوي دي. په امارت دوره کې دا موضوع تر کنټرول لاندې راغلې او اړتیا ده چې له دې وروسته نور هم له ځنګلونو ساتنه او احیا وشي څو له دې بومي شتمنیو ساتنه وشي».  
وروسته مولوي ضیاالرحمن مدني د لوګر والي خبرې وکړې او د ځنګلونو د پرې کولو یو لامل یې د خلکو اقتصادي ستونزې وبللې.  
د دې غونډې په ترڅ کې د خلکو د کار موندنې، ورسره د مرستې، د ځنګل ساتونکو د ګمارنې او ګډ کار په اړه خبرې وشوې او یو کمیټه هم وټاکل شوه. د لوګر ولایت د ازره ولسوالۍ د دې ولایت له هغو ولسوالیو څخه ده چې ځنګلونه لري.

سفر وزیر زراعت به ولایت لوگر  
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی طی یک سفر رسمی باحضور مسوولان چندین اداره به ولایت لوگر سفر کردند.  
در این سفر، وزیر زراعت را مولوی عبدالحق مخدوم معین وزارت امور داخله، مولوی احمدالله زاهد معین وزارت صنعت و تجارت، سید احمد آغا رئیس اجرایوی شرکت امارتی افغان کارت، عبدالحلیم یاسین رئیس قطعه محافظت از جنگلات، مولوی میرویس رئیس جنگلات، مولوی مصباح‌الدین  مستعین رئیس اطلاعات و آگاهی عامه  و میرویس خوگیانی مشاور مقام وزارت زراعت همرایی می‌کردند.  
در آغاز سفر، این هیئت با حضور مولوی ضیاالرحمن مدنی والی لوگر، قاری سبحان معاون استخبارات، مولوی محمد دین شاه مخبت قوماندان امنیه و رؤسای ادارات ولایت لوگر، مجلسی پیرامون محافظت از جنگلات و جلوگیری از قطع چوب دایر کرد.  
وزیر زراعت در این مجلس صحبت نموده، به اهمیت جنگلات، محافظت از آن‌ها و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب اشاره کرده و هدف سفرش را برای حاضران توضیح داد. او گفت:  
«فیصله کابینه است که بیاییم و از نزدیک با مردم و مسئولان امارت صحبت کنیم تا از جنگلات محافظت کنیم. شما می‌دانید که قطع جنگلات  مطلقاً ممنوع است. در ۴۵ سال انقلاب، جنگلات زیادی قطع و قاچاق شده است. در دوره امارت، این موضوع تحت کنترول قرار گرفته و نیاز است که بیشتر از این هم جنگلات محافظت و احیا شوند تا از این سرمایه‌های بومی محافظت شود».  
بعداً مولوی ضیاالرحمن مدنی والی لوگر صحبت کرده و یکی از عوامل قطع جنگلات را مشکلات اقتصادی مردم عنوان کرد.  
در جریان این نشست، درباره اشتغال مردم، مساعدت به آن‌ها، استخدام جنگل‌بان و کار مشترک صحبت شد و کمیته‌ای توظیف گردید. ولسوالی ارزه ولایت لوگر از ولسوالی‌های دارای جنگل در این ولایت است.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS