د خوست کرنې ریاست کې سکټوري غونډه دائره شوه

mail-admin
Sat, Oct 19 2024 2:09 PM
د خوست کرنې ریاست کې سکټوري غونډه دائره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولايت دکرنې ریاست د همکارو بنسټونو، مؤسسو او نهادونو سره د ۱۴۰۳یم کال د شبږمې سکټوري غونډه په ترڅ کې، پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
د غونډې په پيل کې د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست مولوي اظهارالدین ابوناصر دتېر سکټوري غونډې د ورسپارل شویو اجرااتو لنډه کتنه وکړه، ورپسې دسکټوري غونډې د جوړولو پر اهمیت او هم دسکټوري غونډې پر بناُ د اړوند اداراتو او موسسا تو ترمنځ د ښې همغږۍ په جوړولو خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «موږ او تاسو د هېواد او په ځانګړې توګه د خوست ولایت د پرمختګ، بیارغونې، زرغونتیا او سمسورتیا په موخه کار کوو، ترڅو هېواد مو د نورو له احتیاجه خلاص شي، په راتلونکې کې هم همداسې کلکه همغږۍ ولرئ، ځکه د ښې همغږۍ په صورت کې موږ او تاسو کولای شو، چې غوره چوپړتیاوې وړاندې کړو.»
ښاغلی ابوناصر د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل، چې داسې پروژې پلي کړی، چې ولس ته یې بنیادي ګټه ورسېږي ترڅو  ولس ته د زیات وخت لپاره مصروفیت پیدا شي. هغه زیاته کړه: «راتلونکې لپاره د بنسټیزو پروژو په پلي کولو کې د سیمې خلکو سره سلا مشورې وکړئ او د دوی اړتیاوو ته په کتو اوږدمهاله، ارزښت لرونکي او بنسټيزې پروژې پلي کړئ.»
مولوي اظهارالدین ابوناصر د کرنې او مالدارۍ په برخه کې له فعالو مؤسسو د بڼونو، چکډېمونو، کانالونه او سربندونه رغول او ترڅنګ یې د څارویو د نسل اصلاح او  نورو مثمرو پروژو  غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د مؤسسو استازو په خپل وارسره دکرنې،مالدارې، ځنګلونو او څړځايونو په برخه کې د خپلو فعالیتونو راپور او خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS