پکتیا کې د دوو کانالونو د رغولو چارې روانې دي

content_admin
Tue, Oct 29 2019 2:55 PM
 پکتیا کې د دوو کانالونو د رغولو چارې روانې دي

۷ لړم ۱۳۹۸
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د مرکز ګردیز اړوند د «جوی جنګل او جوی دستا» د اوبولګولو د کانالونو د جوړولو چارې په چټکۍ رواني دي، چې د رغولو چارې به یې ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د پکتیا د کرنې رییس انجنیر محمدالدین مومند د یادو کانالونو څخه د لیدنې پر مهال وویل، چې د دغو کانالو نو د رغولو چارې ۸۰ سلنه پر مخ تللي او پاتې چارې به یې هم ژر بشپړ او ګټې اخستنې ته به وسپارل شي.
دغه کانالونه په پاخه او اساسي ډول رغول کیږي، چې د اوبو د تنظیم او وېش په برخه کې د یادو سیمو د بزګرانو ستونزې په اساسي توګه هواروی.
د دغو کانالونو رغول ددې ترڅنګ، چې د اوبو د ضایعاتو مخه نیسي د کانالونو تر پوښښ لاندې ځمکو د حاصلاتو د ډېر والي سبب هم کیږي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS