د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کندهار له والي سره وکتل

mail-admin
Sat, Sep 28 2024 10:42 AM

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند«حاجي سالم» کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت له والي حاجي ملاصاحب سره په داسې حال کې وکتل، چې د کندهار امنیه قومندان مولوي سمیع‌الله «حزب‌الله»، د استخباراتو رییس مولوي شېراحمد تواب، د کندهار ښاروال الحاج ملاحکمت‌الله آخند، مستوفي مولوي نوراحمد سعید، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي فضل‌الباري فضلي، د کرنې وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رییس قدرت‌الله حقیار، د ولایت مقام د دفتر رییس ملاعبدالخالق هارون او یوشمېر نورو چارواکو هم شتون درلود.
د غونډې په پیل کې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال کندهار ولایت ته خپل سفر موخه د کرنې او مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا په پار له سیمه ییزو چارواکو، بزګرانو او مالدارانو سره کتل او د دوی ستونزې او ننګونې په ګوته کول وبلل هغه زیاته کړه: «د عايداتي سرچينو پياوړتيا او زياتوالى، له کروندګرو، مالدارانو او بڼوالو سره په مستقيم ډول ليدنه او د هغوى د ستونزو حل او د کروندګرو د اضافي غنمو پېرودل دې ولايت ته زموږ د سفر اصلي موخې دي او دا د اميرالمؤمنین حفظه الله فرمان دى.»
دغه راز دکرنې وزارت د اسټراټیژیکو زېرمو رییس مولوی قدرت الله حقیار وویل، «د کندهار په ولایت کې پنځه زره او لس متریک ټنو څخه د زیاتو غنم په ګډون په ۱۱ ولایتونو کې اضافي غنم موجود دي، دغه غنم له تدارکاتي پروسې وروسته له بزګرانو څخه په مستقیمه توګه پېرل کېږي، ددې چارې د پلي کولو په پار دوه کمېټې ګمارل شوې، چې د بیې ټاکنې او معاینې وروسته غنم پېرل کېږي. په کندهار کې څه بانډې پنځه زره مټریک ټنه اضافي غنم شتون لري، چې تر پېرلو وروسته ۲۷.۴ مټریک ټنه یې په کندهار کې زېرمه کېږي او ۲۳.۶ مټریک ټنه یې مرکزي سلو ته انتقالېږي.»
 په همدې حال کې د کندهار والي د کرنې وزارت له مالي او اداري مرستیال څخه مننه وکړه، چې د یوې مهمې موخې لپاره کندهار ولایت ته سفر کړی. هغه دکرنې وزارت پلاوي ته په دې پرخه کې د هړاړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.
د کروندګرو د اضافي غنمو د پېرلو ترڅنګ، له غصب څخه د راګرځولو شویو او امارتي ځمکو په اجاره ورکول، د عشر او زکات په راټولولو کې همغږي، د مخابراتي انتنونو تثبیت او له کروندګرو سره لیدنه دې ولایت ته دکرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال د سفر نورې موخې دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS