د سولې بنسټونو مؤسسې مسوولینو خپل د کړنو راپور، کرنې وزارت ته وړاندې کړ 

mail-admin
Mon, Sep 23 2024 10:24 AM
د سولې بنسټونو مؤسسې مسوولینو په یوې لیدنه کې د خپلو کړنو راپور د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني ته وړاندې کړ.  

۲ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د سولې بنسټونو مؤسسې مسوولینو په یوې لیدنه کې د خپلو کړنو راپور د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني ته وړاندې کړ.  
په دې لیدنه کې د سولې بنسټونو د پروژې سرپرست انجنیر احمد شاه شفق او د سولې بنسټونو د پروژې د بازار موندنې مسوول حبیب الله حبیبي، د یادې مووسسې کړنې په فراه، بادغیس او کندهار ولایتونو کې د کانالونو جوړولو، بڼوالۍ، د ترکاریو تخمونو وېش او د بزګرانو لپاره د سولري برېښنا سیسټم جوړولو په برخو کې بیان کړې او د کرنې وزارت څخه یې د زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.  
 د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني، د کانالونو جوړولو، بڼوالۍ، د ترکاریو تخمونو وېش او د بزګرانو سره د سولې بنسټونو پروژې فعالیتونو ته هرکلی وویلو او د بزګرانو سره د سولې بنسټونو د مسوولینو همکارۍ څخه یې مننه وکړه.  
د کرنې او مالدارۍ مرستیال یادونه وکړه، چې کرنې وزارت یو ملکي او غیر سیاسي بنسټ دی، نو ورسره زیاته همغږي غواړو.

مسوولان موسسه بنیادهای صلح گزارش فعالیت‌هایش را به وزارت زراعت اراییه کرد
۲ میزان ۱۴۰۳ هـ.ش
مسوولان موسسه بنیادهای صلح گزارش کارکردهای شان را در دیداری با مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری اراییه کردند.
 در این دیدار انجنیر احمد شاه شفق سرپرست پروژه  بنیاد صلح و حبیب الله حبیبی مسوول بخش بازاریابی پروژه بنیاد صلح فعالیت‌های نهاد متذکره را در بخش‌های ساخت کانال ها، باغداری، توزیع تخم سبزیجات و ساخت  سیستم برق سولری برای دهقانان در ولایت های فراه، بادغیس و کندهار بیان کرده و خواستار همکاری وزارت زراعت شدند.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری از  فعالیت‌های پروژه بنیادهای صلح در بخش احداث کانال‌ها، باغداری، توزیع تخم سبزیجات و همکاری با دهقانان استقبال کرده و از همکاری مسوولان بنیاد صلح با دهقانان قدر دانی کرد.
معین زراعت و مالداری از  وزارت زراعت منیحث یک نهاد ملکی و غیر سیاسی یاد آوری کرده و  خواستار  انجام هماهنگی بیشتر با آن  شد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS