د کابل قره باغ کې لسګونو اړمنو کورنیو سره د شاتو مچۍ او اړونده توکو مرسته وشوه

mail-admin
Sat, Sep 14 2024 3:19 PM
د کابل قره باغ کې لسګونو اړمنو کورنیو سره د شاتو مچۍ او اړونده توکو مرسته وشوه

۲۴ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
دکابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د قره باغ ولسوالی پر۴۰ تنو اړمنو کورنیو د شاتو مچۍ او د مچیو روزنې اړوند توکي وېشل شوي دي.
دغه توکي د افغان سوله جوړونکي بشري مؤسسې په همکارۍ ددې ولسوالی پر بې وزله کورنیو وېشل شوي دي.
د چارواکو په خبره له دې مرستې څخه برخمن شوي اړمنې کورنۍ څه موده وړاندې د سروې له مخې په نښه شوي وو، چې پکې ۴۰کورنۍ شامل دي او پر هرې کورنۍ د شاتو مچیو ترڅنګ د شاتو مچیو د روزنې اړوند توکي وېشل شوي دي.
دکابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې له وېشل شویو توکو به کلکه څارنه کوی او له ګټه اخیستونکو یې وغوښتل، چې له وېشل شویو توکو سمه ګټه پورته کړي.
له وېشل شویو مرستو څخه موخه په دغه ولایت کې بې سرپرسته کورنیو ته د کور دننه د کار زمینه برابرول، د شاتو مچیو روزنې صنعت ته وده او پراختیا ورکول او د کورنیو خوړو خوندیتوب ته زمینه برابرول دي.

https://whatsapp.com/channel/0029VajQTqLBKfi8Pt3IRu18

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS