د هلمند د رېګستان سیمه کې د باراني اوبو مهار او زېرمه کولو په پار چکډم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
Wed, Jul 26 2023 10:04 AM
د هلمند د رېګستان سیمه کې د باراني اوبو مهار او زېرمه کولو په پار چکډم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رياست لخوا د رېګستان په سیمه کې د باراني اوبو زېرمهکولو او د کوچانو او مالدارانو د څړځایونو بیا احیا کولو په موخه یو چکډم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د اوبو زېرمه کولو دغه ناور چې ١٠٠ متره اوږدوالی، ٥٠ متره سوور او ٣ متره ژوروالی لري، د لس زره متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري، 
ددې چکډم په رغېدو سره په  یاده سیمه کې د باران اوبه مهارېږي، د ځمکې لاندې اوبه به ډیرې او د مالدارانو د مالونو لپاره د اوبو چمتو کولو ستونزه به ورسره حل شي.
په ورته وخت کې د سیمې مالداران او کوچیان وایي د څو کلونو راهیسې یې په دغو سیمو کې د مالونو د اړتیا وړ اوبو نشتوالي له امله بېلابېلو سیمو او ولایتونو ته  خپل مالونه بیول ترڅو د مالونو د مرګ ومیر مخه یې ونیول شي. 
دوی همدارنګه زیاتوي، چې د رېګستان په سیمو کې به راروان کال ته د کوچيانو اومالدارانو لپاره  د څارويو دڅښاک اوبه زېرمه کېږي، دطبي نباتاتو او مالچرونو دبيا احیاء برخه کې به هم ګڼې اسانتیاوې ورته رامنځته شي .
دغه راز ددې پروژې په تطبیق سره به د رېګستان په سیمو کې د کوچيانو اومالدارانو لپاره  د څارويو دڅښاک اوبه زېرمه او دطبي نباتاتو او څړځایونو دبيا رغونې برخه کې به هم ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS