ننګرهار کې لسګونو کروندګرو سره د جوارو تخم او کیمیاوي سرو مرسته وشوه

mail-admin
Tue, Jul 18 2023 11:24 AM
ننګرهار کې لسګونو کروندګرو سره د جوارو تخم او کیمیاوي سرو مرسته وشوه

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د «کورډیټ-ډارا) مؤسسې په مالي او د افغانستان لپاره د کلیو د بیارغونې مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په دوو ولسوالیو کوټ او بټی کوټ کې  ۱۹۷ کروندګرو سره د جوارو اصلاح شوي تخمونو، کيمياوي سرو او کرنیزو توکو مرسته وشوه.
د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وایي؛  کرنیزه کڅوړه هغو بېوزله بزګرانو ته ورکړل شوه،  چې د اصلاح شوی تخمونو د اخیستو توان یی نه درلودل.  
د ننګرهار دکرنې رییس زیاته کړه، چې یاده کڅوړه کې پینځه قلمه توکي، دوه کیلو د جوارو اصلاح شوي هایبریډ تخم، ۲۵ کیلو  توره او۵۰ کیلو  یوریا کیمیاوي سره،  یو رمبه او لور شامل دي.
همدارنګه بزګرانو ته د جوارو د کتاري کرنې،  اوبخور،  هرزه بوټو کنترول، سري ورکونې،  ناروغیو د مخنیوي او حاصل ټولونې په موخه روزنه هم ورکړل شوه.
ددې مرستې موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د جارو کرکیلي ترویج او د حاصلاتو ډېروالی دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS