غزني کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه

mail-admin
Tue, Jul 18 2023 10:44 AM
غزني کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه

 دغزني د امارتي (سلطاني) عامه مرعي او وقفي غصب سوو ځمکو، د غصب مخنيوي او استرداد کمیسون اړوند، د تخنیکي پلاوی رييس مولوی عبدالمنان اکرام په مشرۍ ناسته ترسره شوه.
یادې کمیټې د معمول سره سم د غزني د کرنې ریاست کې خپل منځي ناسته وکړه، په ناسته کې د خلکو د عریضو دموضوعاتو څېړنه او ارزونه ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د امارتي (سلطاني) عامه مرعي او وقفي غصب سوو ځمکو، د غصب مخنيوي او استرداد کمیسون، د غزني د کرنې، اوبولګو او مالدارۍ وزارت او د غزني ولایت مقام لخوا تخنیکي پلاوی ته د محول شوو موضوعاتو له هر اړخیزې څېړنې وروسته لازم اجرائت ترسره شول.
همدارنګه تخنیکي کمیټې د تیرې غونډې د ترسره شوو پریکړو په اړه مربوطه مراجعو ته  تعقیبي هدایتونه ورکړل.
وروسته دخواجه عمرو ولسوالی اړوند دقلعه نوسیمې د عبدالرب دچینې نه لیدنه وشوه. یاده سیمه دغزني ولایت شمال ختیځ لورې ته موقعیت لري، چې  مساحت یې13285جریبه ځمکه ده دیادې ځمکي اړوند اسناد او دوسیه چې څه موده مخکي له کمیسون سره شریکه شوې وه دځینو معلوماتو تر بشپړېدو وروسته بېرته تخنیکي پلاوی ته راستول شوی وو.
باید وویل شي، چې د غزني ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS