د پکتیا د کرنې رییس د اړیکو دفتر چارواکو سره وکتل

mail-admin
Sun, Jul 16 2023 9:00 AM
د پکتیا د کرنې رییس د اړیکو دفتر چارواکو سره وکتل

 د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولايت د کرنې رییس الحاج مولوي عبدالرؤف سعيد د اړیکو دفتر چارواکو سره د همغږۍ ناسته تر سره کړه.
په دې ناسته کې په پکتیا کې د یاد دفتر چارواکو، له مرکزي دفتر څخه راغلی هر یو  ډارک فرینس او محمد ګل واحدي د نظارت او ارزیابس غړی، د پکتیا ولایت د اړیکو دفتر ولایتي مسئول شریف الله ایوبي، د کرنیزو چارو آمر عبدالله حلیم زی، د مالدارۍ آمر  نورالله، د طبیعي سرچینو آمر زاهب الله ارسلا او د يادې ادارې عمومي مديرانو ګډون کړی وو.
په دې ناسته کې په دوه اړخېزه همکاريو د بحث ترڅنګ د ښې همغږۍ په رامنځته کولو ټينګار وشو، همداراز د اړیکو دفتر  د نظارت او ارزیابۍ مسئول  ډارک فرینس د پکتیا کرنې رییس سره د خپلو راتلونکو پروژو په اړه معلومات شریک کړل.
ښاغلي سعید د اړیکو دفتر  له چارو څخه د خوښي ترڅنګ له دوی سره د چارو د ښه تنظيم او پروژو د موثر تطبيق په برخه کې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه، او له دوی یې وغوښتل، چې خپلې پروژې د کرنې رياست سره په همغږۍ سرته ورسوي،  نوموړي همداراز وويل چې د يادو پروژو په پلي کېدو سره به د کرنې په برخه کی سهولتونه هم رامنځته کړي.
او همدارنګه ښاغلی سعید د اړیکو دفتر د نظارت او ارزیابۍ مسئول ښاغلی ډارک فرینس څخه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ  برخه کې د نورو ګټورو پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS