لوګر کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویوځمکو د استرداد تخنیکي پلاوی غونډه دائر شوه

mail-admin
Mon, Jul 10 2023 10:30 AM
لوګر کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویوځمکو د استرداد تخنیکي پلاوی غونډه دائر شوه

۱۹ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
لوګر کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی اونیزه غونډه دائر شوه.
په جوړه شوې غونډه کې دلوګر د کرنې او د غصب مخنیوی تخنیکی پلاوی رییس مولوی سید امین هاشمي سربېره د حج او اوقافو رییس، د کار او ټولنیزو چارو رییس، ښار جوړونې رییس، مستوفیت رییس، د امنیې قومندانۍ امنیت آمر ،د قضای امارت آمر او د کدستر عمومي مدیر ګډون کړی وو، او پر بیلا بیلو موضوعاتو د بحث ترڅنګ هغه اسناد چې له خلکو تر لاسه شوی وو وڅېړل شول.
 ددې غونډې په ترڅ کې د لوګر ولایت د مرکز پُل علم اړوند بابوس سیمې پر دوسیو چې ځینو مربوطه ادارو څخه په پوښتنلیک کې د معلوماتو غوښتنه شوې وه له ځوابولو وروسته وڅیړل شول. همداراز د هوني سفلا د سیمې دوسیه چې هم په محکمه او هم د غصب مخنیوی تخنیکی پلاوي سره جریان لري تصمیم ونیول شو تر څو له محمکې سره په همغږۍ کارونه پر مخ یوړل شي.
په دې غونډه کې همدا راز دلوګر ولایت مرکز پُل علم ښار د لرګیو پلورنځیو سیمې دوسیه چې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی کمیسیون څخه له فیصلې وروسته بېرته د یاد ولایت تخنیکي پلاوي ته راجع شوي تصمیم ونیول شو تر څو فیصله په سیمه کې تطبیق شي.
باید وویل شي، چې د لوګر ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS