میکانیزه کرکیلې په پآر هڅې؛ لوګر کې پر سلګونو بزګرانو کوچني ټراکټورونه ووېشل شول

mail-admin
Mon, Jul 10 2023 10:26 AM
میکانیزه کرکیلې په پآر هڅې؛ لوګر کې پر سلګونو بزګرانو کوچني ټراکټورونه ووېشل شول

۱۹ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لوګر ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د مرکز  پُل علم ،محمدآغې او خروار ولسوالۍ د بزګرانو پر ۱۳ ګروپونو چې ترې په مستقیم او غیرمستقیمه توګه ۱۵۰۰ تنه بزګران ګټه پورته کوي ۱۳ عرادې کوچني ټراکټورونه وېشلي دي.
په همدی موخه د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست په انګړ کې د یادو ټراکټورونو دوېش غونډه جوړه شوې وه، چې پکې دلوګرولایت مرستیال والي مولوی عنایت الله شجاع سربېره دلوګر دکرنې او مالدارۍ رییس، ګڼ شمېر چارواکو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.
د لوګرمرستیال والي په خپلوخبرو کې له مستفدینو (ګته اخیستونکو)وغوښتل تر څو له وېشل شویو ټراکټورونو سمه ګټه پورته کړي.
د لوګر ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس هم ګټه اخیسونکو ته دمبارکۍ ترڅنګ زیاته کړه هڅه کوی، تر څو د کرنې میکانیزه کولو په برخه کې بزګرانو ته اسانتیاوی برابرې کړي.
باید وویل شی دغه ټراکټورونه چې مالي لګښت یې یونیم میلیون افغانۍ کېږي په لوګر ولایت کې د افغانستان لپاره د بشري قواو د پراختیا ادارې له لوري د کرنې او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندی ووېشل شوي دي.
له وېشل شویو ټراکټورونو څخه موخه په لوګر کې د بزګرانو د ظرفیت لوړوالۍ، د کرنې عصری کول، د لوړ او باکیفیته کرنیزو محصولاتو تولید، نوی تکنالوژۍ ترویجول او د کرنې اقتصادي پیاوړتیا ښودل شوي.
میکانیزه کرکېله او یا په کرنه کې له عصري ټکنالوژۍ څخه ګټه پورته کول د حاصلاتو د زیاتوالي او د بزګرانو د اقتصادي ودې لامل کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS