هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
Thu, Jul 06 2023 9:51 AM
هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه

هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې، د یادې کمېټې رییس الحاج مولوي نظر محمد صدیقي ترڅنګ د عدلیې رییس الحاج مولوي محمد محمدي، د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي رحیم الله مخلص، د قضایای امارت آمر مولوي عبدالقاهر عاصم، د امنیې قوماندانۍ استازی ملا عبدالرحمن طلحه،  د ځمکو امریت استازی انجنیرحامد رسولي او نورو غړو هم حضور درلود.
د غونډې په ترڅ کې د غونډې ګډوانوالو د ٦ املاکي دوسیو ترتیب شوي راپورونه تحلیل او مطالعه کړل چې له دې ډلې څلور راپورونه تائید او لاسلیک شول او د دوو راپورونو د اصلاح په موخه نظرونه  شریک شول او پرېکړه وشوه، چې د یادو راپورونو نیمګړتیاوې دې تر اصلاح وروسته راروانې غونډې ته د لاسلیک په موخه چمتو کړل شي.
ورپسې د لښکرګاه ښار ملکي هوايي ډکر اړوند د غصب شویو ځمکو پر موضوع بحث او خبرې وشوې، د موضوع لپاره د ځمکو آمریت ته لارښونه وشوه چې یو ګډ پلاوی ولایت مقام ته وړاندیز کړي، ترڅو د یادو سیمو د غصب شویو ځمکو تشخیص او تثبیت ترسره شي او وروسته به یې پایلې د عالي مقاماتو سره شریکې شي .
وروسته د هلمند ولایت د بېلابېلو ادارو له لوري تخنیکي پلاوي ته پر راجع شویو املاکي عرایضو بحث او خبري وشوې، د یادو موضوعاتو د څېړنو او ارزونو په برخه کي لازم اجرائت ترسره شول .
وروستیو کي تخنیکي پلاوی د لسګونو مراجعینو املاکي ستونزې په مخامخ ډول واورېدې هغوی ته یې د اصولو له مخي د قانوني کړنو ډاډ ورکړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS