د ننګرهار هډې فارم کې تفریحي پارک او لوبغالی جوړېږي

mail-admin
Sun, Jul 02 2023 10:49 AM
د ننګرهار هډې فارم کې تفریحي پارک او لوبغالی جوړېږي

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار کانال ریاس چاراکي واي،ي چې د یاد ریاست اړوند «هډې فارم» سیمه کې تفریحي پارک او لوبغاړی جوړېږي.
د ننګرهار د کانال رییس مولوی غلام‌الرحمن کظیم وایي، چې د دې ولایت اړوند هډې فارم په عبدالخېلو سیمه کې تفریحي پارک او لوبغاړی جوړولو چارې پیل شوي دي، چې د ننګرهار سرپرست والي مولو محمد رباني ناصح، چپرهارولسوال قاري ساجد خوګیاڼې، د استخباراتو مرستیال قاري محمد یاسر، د ننګرهارکانال شرکت د دفتر امر قاري شکیل احمد خېرخواه او یوشمېر نولو چارواکو له لوري د پټۍ په پرې کولو سره پرانیستل شوه.
ښاغلی کظیم وویل؛ د ننګرهارکانال شرکت د هډې فارم تفریحي پارک چې شاوخوا یوه نېمه لسیزه وړاندې جوړ شوی و، له بده مرغه یو شمېر هېوادوالو ترې سالمه ګټه نه پورته کوله، بوټي او ګلان به يې ماتول، ددې لپاره چې ددې پارک څخه سالمه ګټه اخیستل شوی وي، ننګرهارکانال شرکت دغه ۲۴ جریبه پارک نواب صداقت کرنیز شرکت ته د اوږد مهال لپآره په اجاره ورکړ. 
ددغه شرکت مسوول صداقت غورځنګ وايي چې خوښ دی او یاد پارک ته يې د هډې فارم پارک او لوبغالي نوم غوره کړی.
د نوموړي په وینا د یاد تفریحي پارک د بشپړ جوړولو لپاره يې شاوخوا ۳۵ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړي، او تر دې دمه يې د یاد پارک په زانګوګانو، کټارې نصبولو، حوضونو جوړولو، کانتین، سړکونو او نورو برخو باندې شاوخوا ۷ میلیونه افغانۍ لګښت کړې .
د هډې فارم پارک او لوبغالی به د سالمې تفریح ټولې اسانتیاوې لکه زانګوګانې، هوټلونه، د ولیبال، کرکټ او فوټسال میدانونه، ناستې لپآره مناسب ځایونه، د ماشومانو تفریح لپاره مناسبې سیمې، لامبلو حوضونه، ریل ګاډې او نور اړینې برخې ولري .

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS