د هلمند مارجې ولسوالی کې د سبو د اصلاح شویو تخمونو د حاصلاتو نندارتون دائر شو

mail-admin
Wed, Jun 21 2023 2:09 PM
د هلمند مارجې ولسوالی کې د سبو د اصلاح شویو تخمونو د حاصلاتو نندارتون دائر شو

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو اومالدارئ ریاست له خوا د ډاکار(DACAAR) مؤسسې په مالي همکارۍ ددې ولایت د مارجې ولسوالی لسګونه بزګرو ته د بېلابېلو سبو پسرلني اصلاح شوي تخمونه د همدې کال په پیل کې وېشل شوي وو چې دا مهال د یادو کښتونو حاصلات رسیدلي دي.
د نوموړو اصلاح شویو تخمونو څخه رسیدلي او ترلاسه شوي حاصلات چې د ښه کیفیت او کمیت لرونکي دي د ترویجولو په موخه او د نورو بزګرو د عامه پوهاوی په پار نندارې ته وړاندې شول. 
په یاد نندارتون کې د مارجې ولسوالی د کرنې د چارواکو ترڅنګ ګڼو بزګرو برخه اخیستې وه ترڅو عام ځمکوال د اصلاح شویو تخمونو په ارزښت وپوهول شي او دوی وهڅول شي ترڅو د اصلاح شویو تخمونو د کرلو له لارې لوړ حاصلات او عاید ترلاسه کړي .
یاد تخمونه چې د هلمند ولایت د خاورې، اوبو او هوا سره د توافق ترڅنګ د نباتي ناروغیو په وړاندې مقاومت لري د مارجې ولسوالی په ګډون د ګڼو ولسوالیو بزګرو ته په وړیا ډول په واک کې ورکول شوي دي، چې دا مهال ټولې کروندې حاصلاتو ته رسېدلي دي.
د هلمند د کرنې ریاست هڅه کوي ترڅو هلمند کې د اصلاح شویو تخمونو د ترویج او تکثیر له لارې د بزګرو په کرنیز اقتصاد کې د پام وړ بهبود او نوښت رامنځته کړي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS