لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
Tue, Jun 20 2023 10:17 AM
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د لغمان دکرنې رييس  مولوی محمد ولي محسن په مشرۍ د لغمان د ولایت مقام په مېلمستون کې غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د لغمان دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوي محمدولي محسن لارښوونکې وینا ویلو ترڅنګ د تېرې غونډی دپریکړو دتطبیق ارزونه وکړه.
په دې غونډه کې د لغمان مرکز اړوند دشمټیو سیمې  یوشمېر اوسیدونکو خپله عریضه تخنیکي پلاوی ته وړاندې کړل او د غصب شوې ادرې د موضوع په هکله خبرې وشوې. په ورته مهال د پنج پای سیمې اوسیدونکو د محمدګل او عبدالمالک ترمنځ په امارتي ځمکې په سر د اوښتې منازعې په هکله بحث او خبرې وشوې د بحث څخه وروسته دنوموړې موضوع مدعي او مدعي علیه غونډې ته را وغوښتل شول او له دوی څخه د موضوع اړوند څرګندونې واوریدل شوې.
  دیادې غونډې په لړ کې دغه راز د لغمان د مرکز اړوند دکوټه طور کلي د رهایشي نمرو د دوسیې مدافعې وکیل حمیدالله او مدعي علیه خوشحال او ملیار له تخنیکي پلاوی سره ولیدل په دې لیدنه کې نوموړوله تخنیکي پلاوی څخه وپوښتل، چې دوسیې یې له محکمې څخه رارسیدلي او که نه چې په دې اړه دوي ته لازم معلومات ورکړل شو.
همداراز غونډه کې د لغمان مرکز اړوند دتعمیرو کلي د محمدعالم او نبي سرور ترمنځ د رهایشي نمرو په سر دلانجې په موضوع بحث او خبرې وشوې، وروسته به دپنج پای، پیرابابا سیمو سربېره دعزیزخان کڅ دګدام سنګي موضوعاتو دبررسۍ لپاره ساحې څخه لیدنه ترسره شي. 
په دې غونډه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وشوې او د غونډي نورو ګډون والو یو له بل سره خپل نظرونه شریک کړل.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS