کونړ کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې هلې ځلې

mail-admin
Wed, Jun 14 2023 2:19 PM
کونړ کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې هلې ځلې

 دکونړ د امارتي (سلطاني) عامه مرعي او وقفي غصب شویو ځمکو، د غصب مخنيوي او استرداد کمیسون اړوند، د تخنیکي پلاوی د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په پار هلې ځلې کړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام یاد تخنیکي پلاوی دکونړ دکرنې رییس مولوي شیر اقا (پیر حبیب الرحمن) په مشری ددې ولایت خاص کونړ ولسوالی ته د سفر په ترڅ کې ددې ولسوالی له سیمه ییزو چارواکو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې د امارتي ځمکې  دغصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو بېرته را ګرځولو په پار خبرې وکړې. ددې لیدنې په ترڅ کې د یادې ولسوالی چارواکو له تخنیکي پلاوي سره د هر راز همکاریو ډاډ ورکړل.
دغه راز د کونړ ولایت د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي یوشېر نور غړي د خلکو عریضې او دوسیې وڅېړل  او په هکله یې لازمې پرېکړې وکړې.
ددې ترڅنګ یاد پلاوي له یوشمېر کسانو سره په لیدنه کې د دوی ستونزې واورېدل او د ستونزو د حل په موخه یې له دوی سره د هراز همکاریو ژمنه وکړه.
باید وویل شي، چې د کونړ ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS