دکرنې وزیر د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې لوی رییس سره وکتل

user-admin
Tue, Jun 13 2023 3:18 PM
دکرنې وزیر د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې لوی رییس سره وکتل


۲۳ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۴ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې؛ (UNDP) (United Nation Development Program) رییس اسټیفن (Stivan) سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د کرنې وزارت یو غیر سیاسي او خدمتي بنسټ وباله او زیاته یې کړه: «د کرنې وزارت یوه خدمتي اداره ده چې له سیاسي مسایلو څخه لیرې او اساسي دنده یې صحي خواړه برابرول دي. په بیلابیلو سکتورونو کې زموږ لاسته راوړنې او تولیدات ډېر دي. خو زموږ بزګران ماشینونو او د کښت او حاصل ټولولو عصري کولو ته اړتیا لري.»
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې؛ (UNDP) لوی رییس اسټیفن وویل:« خوښ یم چې افغانستان ته راغلی یم او له بې وزلو خلکو سره کار کوم، زموږ موخه داده، چې د خلکو ستونزې هوارې کړو، د د اوبو لګولو، خوړو او کرنې، وړتیا لوړولو او کرنیزو توکو برخو کې همکاري کوو، خلکو ته د خدماتو وړاندې کول زموږ اصلي موخه ده.»
مولوي عطاء الله عمري د ملګرو ملتونو له دغه چارواکي څخه وغوښتل، چې د سیندونو د اوبو مدیریت ته ډېره پاملرنه وکړي، ځکه د اوبو مدیریت د افغانستان د کرنې په وده کې اغېزمن دی. هغه د کرنې وزارت اساسي موخه خلکو ته د کاري چاپېريال رامنځته کول، د سوداګرو وده او بزګرانو ته د ګټورو خدمتونو وړاندې کول وبلل.
د ښاغلي عمري په وینا، دودیزه کرکېله، د معیاري کرنیزو ماشینونو نشتوالی، د څارویو د نویو نسلونو او د اصلاح شویو تخمونو نه کارول هغه لاملونه دي چې بزګران، مالداران او سوداګر د کرنې او مالدارۍ له سکتور څخه زیاته ګټه نه ترلاسه کوي او اړينه ده، چې ټولې مؤسسې په دې برخه کې د هېواد له کروندګرو او بزګرانو سره مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو پراختیایي ادااره یا (UNDP) په نړۍ کې د هېوادونو د پرمختګ لپاره ترټولو لویه مرستندویه اداره ده.
UNDP  له سیمه ییزو حکومتونو سره کار کوي ترڅو د هېوادونو د پراختیا، ساختماني وړتیاوې، او د سیمه ییز پراختیا وړونې پورې اړوند ننګونې حل کړي.

 

دیدار وزیر زراعت با رییس عمومی پروگرام انکشافی سازمان ملل متحد 
۲۳ جوزا ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با استیفن (Stivan)، رییس عمومی پروگرام انکشافی سازمان ملل متحد  (United Nation Development Program) دیدار و روی موضوعات مختلف گفتگو نمود.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت در این دیدار از وزارت زراعت به عنوان یک نهاد غیر سیاسی و خدماتی یاد کرده افزدو " وزارت زراعت به دور مسایل سیاسی یک نهاد خدماتی است، وظیفه اصلی آن تامین مواد صحی غذایی است، تولیدات و دست‌آورد ما در بخش‌های مختلف زیاد است اما دهاقین ما نیاز به ماشین آلات و مدرن سازی کشت و برداشت دارند".
 در همین حال استیفتن رییس عمومی پروگرام انکشافی سازمان ملل متحد گفت:" خوشحالم که به افغانستان آمدم و به مردم فقیر کار می‌کنم، هدف ما این است تا مشکلات مردم را حل کنیم، در بخش‌های آبیاری، خوراک و زراعت، ارتقای ظرفیت، و لوازم زراعتی همکاری می‌کنیم، رساندن خدمات به مردم هدف اساسی ما است".
مولوی عطاءالله عمری از این مقام سازمان ملل خواست تا در مدیریت آب دریاها توجه اساسی نماید چون مدیریت آب‌ها در رشد زراعت افغانستان موثر است، او هدف اصلی وزارت زراعت را ایجاد زمینه کاری به مردم، پیشرفت تجاران و اراییه خدمات سودمند به دهاقین یاد کرد.
به باور آقای عمری، کشت کار سنتی، نبود ماشین آلات زراعتی معیاری، عدم ترویج نسل‌های جدید حیوانی و استفاده نکردن تخم اصلاح شده از عوامل است که دهاقین، مالداران و تجار از بخش زراعت و  مالداری  سود بیشتری دریافت نمی کنند و نیاز است که تمام سازمان‌های مدت رسان در این بخش با دهقانان و مالدارن کشور کمک نمایند.
برنامه پیشرفت و توسعه ملل متحد یا برنامه عمران ملل متحد (UNDP)، بزرگترین مرجع کمک‌کننده برای توسعه کشورها در سطح جهان است.
اداره UNDP با دولت‌های محلی همکاری دارند تا چالش‌های مربوط به توسعه کشور، ظرفیت ساخت و ساز و ظرفیت توسعه محلی را حل کنند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS