دکرنې وزیر په افغانستان کې د ترکمنستان له سفیر سره وکتل

mail-admin
Mon, Jun 12 2023 3:02 PM
دکرنې وزیر په افغانستان کې د ترکمنستان له سفیر سره وکتل

۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري په کابل کې مېشت د ترکمنستان هېواد سفیر خواجه عوضوف سره دخپل کار په دفتر کې د لیدنې په ترڅ کې دکرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ د پراختیا په پار پر دوو اړخیزو همکاریو خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې د کرنې وزیر د ترکمنستان سفیر ته وویل: «له مضره ملخانو سره مبارزه، دکرنې او مالدارۍ محصولاتو صادرات او واردات، میکانیزه کول، دکرنې په برخه کې وړتیاوې لوړول، د کرنیزو تولیداتو زیاتوالی او له څېړنیزو تجربو څخه ګټه پورته کول هغه اساسي چارې دي، چې کولای شو، یوبل سره په یادو برخو کې مرستې او همکاۍ وکړو، ځکه دواړه ګاونډي هېوادونه یوډول اوبه او هوا لري، په همدې موخه د ملخانو پر وړاندې د کمپاین په لاره اچول او د خوراکي محصولاتو کنټرول په برخه کې همغږۍ او همکاریو ته جدي اړتیا لرو.»
په ورته وخت کې د ترکمنستان سفیر د یادو پلانونو د تطبیق او د دواړو هېوادونو په ځانګړې توګه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د نظر تبادلې لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړ.

دیدار وزیر زراعت با سفیر ترکمنستان در افغانستان 
۲۲ جوزا ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با خواجه عوضوف، سفیر کشور ترکمنستان مقیم کابل دیدار کرده و در مورد همکاری‌های دو جانبه در زمینه انکشاف زراعت، باغداری و مالداری گفتگو نمودند.
 در این دیدار وزیر زراعت به سفیر ترکمنستان گفت" که کمپاین مبارزه علیه ملخ‌های مضره، صادرات و واردات محصولات مالداری و زراعتی، میکانیزه سازی، ظرفیت‌سازی در بخش زراعت، افزایش تولیدات زراعتی، استفاده از تجارب تحقیقاتی از موارد اساسی می‌باشد که می‌توانیم همدیگر را  همکاری کنیم، چون دو کشور همسایه  آب و هوای یکسان دارند، از همین رو ضرورت جدی به همکاری‌ و هماهنگی در راه‌اندازی کمپاین ملخ و کنترول محصولات خوراکی می‌باشد".
در ضمن سفیر ترکمنستان آماده‌گی کشورش را در راستای تطبیق برنامه‌ها و تبادل افکار دو دولت و به خصوص سکتور زراعت و مالداری اظهار داشت.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS