بغلان کې د سویابینو کرکیلي ترویج په پار هڅې؛ پر ۳۳۵ بزګرو د سویابینو تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

mail-admin
Sat, Jun 10 2023 3:31 PM
بغلان کې د سویابینو کرکیلي ترویج په پار هڅې؛ پر ۳۳۵ بزګرو د سویابینو تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

د بغلان ولایت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ ددې والیت پلخمري، مرکزي بغلان او دهنه غوري ولسوالیو کې پر ۳۳۵ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه، توره او سپینه سره او ترڅنګ یې د نباتانو د تقویې په پار د «Inoculant» درملو وېش لړۍ له پلخمري څخه پیل شوی دی.
یادو بزګرو ته به د پلان له مخې د سویابینو ۲۰ کیلوګرامه تخمونه، توره او سپینه سره، درمل او همدارنګه د کرنې او روزنې په اړه عامه پوهاوی هم ورکول شي.
د بغلان ولایت د کرنې ریاست هلې ځلي کوي تر څو ددې ولایت بزګرو ته د غیر مشروع نباتاتو پر ځای د نوو ارزښت لرونکو نباتاتو د کرنې او روزنې زمینه برابره کړي تر څو ددوی په کرنیز اقتصاد کې بهبود او نوښت رامنځته شي .
سویابین بشپړه پروتیني او مغذي مواد لري چې د کورنیو د روغتیا ، په ځانګړي ډول د ماشومانو د خوارځواکۍ په مخنیوي کې رغنده رول لري.
د یادونې وړ ده چې سویابین د کورنیو بازارونو ترڅنګ نړیوال بازار هم لري، چې د بغلان د خاورې، اوبو او هوا سره ښه توافق لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS