د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت پلاوي غونډه دائره شوه

mail-admin
Wed, Jun 07 2023 9:36 AM
د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت پلاوي غونډه دائره شوه

د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوي ددې ولایت والي حاجي دعوت په مشرۍ غونډه تر سره کړه.
یاده غونډه کې د پکتیا ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی رییس او غړو ګډون درلود، چې د پکتیا په ولایت کې د غصب شویو ځمکو د مخنيوي په اړه معلومات د ناستې برخوالو ته وړاندې کړل.
د پکتیا ولایت د کرنې، او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرؤف سعید چې د ياد کمېسيون مشري هم پۀ غاړه لري  د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او ويې ویل په دې ولایت کې د غصب ډیرې قضيې شتون لري، چې له د قیقې څیړڼې او برسۍ وروسته په ۷۰۰ زره جریبه ځمکه د موظف کمېسون له لوري کار او تصرف  درول شوی دی، چې په یاده برخه کې د ولایت مقام او مرکزي ادارې لارښوونو ته په تمه دي.
په همدې حال کې د پکتیا والي حاجي دعوت د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو، او د هغو د تطبیق په څرنګوالي بحث او خبرې وکړې او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون غړو ته يې د ولایت مقام له لوري د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ او د کارونو د لا ښه والي په برخه کې یې لازمې سپارښتنې وکړې.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS