هلمند کې د ځمکو غصب مخنیوی او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
Mon, May 29 2023 3:55 PM

۸ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
 د هلمند ولایت دځمکو د غصب مخنيوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی د یاد پلاوي رییس مولوي نظر محمد صدیقي په مشرۍ نوبتي غونډه دائره شوه. 
په یاده ناسته کې د عدلې رییس مولوي محمد محمدي، مستوفي ملا حمیدالله رابط، کور او ښار جوړولو چارو رییس مولوي نیک محمد معتصم، قضایای ام ا رت آمر مولوي عبدالقاهر عاصم ، امنیې قوماندانۍ استازی طلحه، او نورو غړو هم حضور درلود. 
تخنیکي پلاوی په نننۍ ناسته کې د تېرې غونډې پر تصمیمونو او پریکړو خبرې وکړې، د ترسره شویو چارو ارزونه یی وکړه او د پاتې کارونو د اجرا په اړه یې لازمې سپارښتنې وکړې.
ورپسې تخنیکي پلاوی د اجنډا له مخې په ګرشک ولسوالی کې د غصب شویو ځمکو، د غصب مخنیوی او استرداد کمیسون لخوا راغلو موضوعاتو، د تنقیص شویو افسرانو د ښارګوټي د غصب شوې ځمکې، په ناوې ولسوالی کې د پوهنې ریاست اړوند ملکیتونو د غصب شویو مځکو، د انفرادي اشخاصو عرایضو او بېلابېلو موضوعاتو لازم اجرائت ترسره کړل .
 ددې تر څنګ تخنیکي پلاوی له مرکز څخه د ذوالیدی په اړه د راغلي هدایاتو د عملي تطبیق په موخه خبرې وکړې او په دې برخه کې تصامیم ونیول شو. 
دغه راز په دې غونډ کې تخنیکي پلاوي د لسګونو مراجعینو ستونزې او غوښتنې په مخامخ ډول واورېدل.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS