هلمند کې حیواني روغتیا پالان د ویروسي ناروغیو د واکسین په برخ کې روزل کېږي

mail-admin
Mon, May 29 2023 9:18 AM
هلمند کې حیواني روغتیا پالان د ویروسي ناروغیو د واکسین په برخ کې روزل کېږي

۸ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق 
دهلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په هلو ځلو ، هلمند کې د حیواني ناروغیو د تشخیص او وقایې اړوند  39 تنه روغتیا پالان  او  DVM روغتیاپالان  د د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «FAO»  لخوا روزل کېږي.
دغه روزنیزه پروسه چې د قندهار ولايت کې په لاره اچول شوې ده،  د څارویو د پوستکي یا لمپي سکين ويروسي ناروغۍ د واکسين دتطبيق د پوهاوی په موخه د دریوو ورځو په لړ کې ترسره کېږي چې راتلونکي کې به په عملي ډول د دریوو میاشتو لپاره د واکیسن تطبیق چارې هلمند کې پلي شي.  
د پوستکي ناروغۍ یا لمپي اسکین یو وایروسي ناروغي ده، چې غواوې، مېښې او یوشمېر اوښان  پرې اخته کېږي، چې د میاشو چیچلو له لارې لېږدي، او انسانانو ته نه لېږي. دا ناروغي له ۲۰۲۱ ام کال وروسته په هېواد کې شیوع شوی او یوشمېر څاروي یې له منځه وړي دي.
د نوموړې ناروغښ له امله حیوانات ډنګریږي، وزن د لاسه ورکوی او د حیواناتو پوستکی تخربیږی، ددې تر څنګ په وخیمو حالاتو کی غولانځې التهاب کېږۍ، چې له دې سره د شیدو تولید کمېږي.
د لامپي اسکین ناروغۍ واکسین د غواوو د معافیت سیسټم پیاوړي کوي.
باید وویل شي، چې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې (FAO) په همکارۍ د هېواد په کچه د څارویو د پوستکي ناروغۍ(Lumpy Skin Disease) پر وړاندې د واکسینو کمپاین دویم پړاو پلي کړی دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS