میدان وردګو ولایت کې د مالدارۍ سکټور د خوندیتوب او پراختيا په پار هڅې

mail-admin
Sat, May 27 2023 11:47 AM
میدان وردګو ولایت کې د مالدارۍ سکټور د خوندیتوب او پراختيا په پار هڅې

٦ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
٧ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست دکرنې د پراختیا نړیوال صندوق(IFAD) په مالي او د افغانستان لپاره د هالند کمېټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مالدارۍ سکټور خوندیتوب او پراختيا په موخه د څارویو دچنجیو ضد درملو د وېش کمپاین پیل کړي دي.
د چارواکو په خبره دغه کمپاين چې د میدان وردګو ولایت مرکز میدان ښار د بسراق له کلي څخه پیل شوی دی ٥٦٦٧ زره امریکایي ډالرو په ارزښت پر مالدارانو د چنحیو ضد دړه زره او ٦٠٠ درمل وېشل کېږي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست چارواکو د هالند کمېټې له چارواکو وغوښوتل، چې د چنجیو ضد د رملو پروسه ګړندۍ او نورو ولسوالیو ته یې ژر وغځوی او د تطبیق چارې یې بشپړې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د میدان وردګو په ولایت کې دوه بابه د شیدو راټولو مرکزونه او دوه بابه د حیواني خوراکي توکو د تولید او پروسس مرکزونه هم د یادی کمیټې لخوا تر کار لاندې دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS