زابل کې د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی کړنې

mail-admin
Mon, May 22 2023 2:22 PM
زابل کې د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی کړنې

۱ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
دزابل ولایت د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی د خپلو فعالیتونو په دوام د زابل مرکز کلات اړوندو سیمو کې پر امارتي ځمکو جوړې شوي ودانۍ ونړول.
د زابل ولایت د غصب مخنیوي او غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی په زابل ولایت کې د مشکوکو  امارتي او عامه ځمکو د غصب مخنیوي په پار د دقیق سکېچ، کروکي، څلور خواوو او مساحت اخیستلو لپاره ګرځنده تخنیکي ټیم بېلابېلو سیمو ته سفرونه ترسره کوي، خلکو ته د عامه پوهاوی ترڅنګ دوی ته هر اړخیز معلومات ورکوي. 
د زابل ولایت د کرنې رییس او د ځمکې غصب تخنیکي پلاوي مشر مولوی عطاءالله راشد وویل چې د څه موده مخکې یې د یادو دولتي ځمکو غصب کوونکو ته څو ځله خبر ورکړئ وو چې خپل اسناد دي اړوندو ادارو ته وسپاري خو دوی د څو ځله خبرتیا سره سره بیا هم ځانونه حاضر نکړل په همدې موخه د زابل ولایت د غصب د مخنیوي کمیټه د ټولو غړو د پرېکړې په اساس په عملي توګه اجراات تر سره شول او ۴۰جریبه  امارتي ځمکه د مرکز قلات جونب غرب او شمال غرب طرف ته را وګرځول شوه او په خپلسري توګه جوړ شوي تاسیسات ونړول شول.
ښاغلي راشد همدارنګه وویل چې د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي لړۍ به جاري وساتي او هیچاته به اجازه ورنکړل شي، چې دولتي ځمکې غصب کړي.
باید وویل شي، چې دزابل ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS