د کونړ دکرنې رییس: د هېواد د پرمختګ په پار باید لاسونه سره ورکړو

mail-admin
Mon, May 22 2023 2:17 PM
د کونړ دکرنې رییس: د هېواد د پرمختګ په پار باید لاسونه سره ورکړو

۱ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی شېرآقا پیر«حبیب الرحمن» او ورسره مل پلاوي په دې ولایت کې د عشر او زکاتو راټولونې د څارنې او ارزونې په پار د کونړ ولایت سرکاڼو، نرنګ، څوکۍ، خاص کونړ او نورګل ولسوالیو ته د سفر په ترڅ کې د یادو ولسوالیو له ولسوالانو، د ترویج عمومي مدیرانو، د عشر او زکاتو له مسؤلینو(عاملینو) او بزګرانو سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.
ددغو کتنو په ترڅ کې د کونړ دکرنې رییس د یادو ولسوالیو دکرنې کارکوونکو او خلکو ستونزې واورېدل او د هر راز همکاریو ډاډ یې ورکړل.
د کونړ دکرنې رییس بزګرانو سره په کتنه کې وویل: «اوس مو هېواد همکارۍ ته اړتیا لري، د هېواد د پرمختګ لپاره باید لاسونه سره ورکړو ترڅو له اقتصادي اړخه هېواد پر ځان بسیا کړو.»
په همدې حال کې د یادو ولسوالیو چارواکو او بزګرانو دهراړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS