د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی کړنې

mail-admin
Sun, May 21 2023 3:35 PM
د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی کړنې

۳۱ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی د خپلو فعالیتونو په دوام د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز اړوند د کلنګې سیمې ته سفر وکړ. 
د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی په پکتیا ولایت کې د مشکوکو  امارتي او عامه ځمکو د غصب مخنیوي په پار د دقیق سکېچ، کروکي، څلور خواوو او مساحت اخیستلو لپاره ګرځنده تخنیکي ټیم بېلابېلو سیمو ته سفرونه ترسره کوي، په همدې موخه د خپلو فعالیتونو په جریان کې د مرکز ګردېز اړوند کلنګې سیمې ته په نوموړې سیمه کې د امارتي، عامه او شخصي ځمکو د تشخیص په موخه سفر ترسره کړ او د نوموړې سیمې د مشکوکو امارتي، عامه او د سیمې د خلکو د ادعا په اساس د شخصي ځمکو دقیق سکېچ او کروکي واخیستل.
د یادولو وړ ده، چې په نوموړې سیمه کې به د امارتي، عامه او شخصي ځمکو د تشخیص او تثبیت اړوند دقیق املاکي څېړنې ترسره شي او د ذیصلاح ارګانونو تر نهايي فیصلې پورې به په یاده سیمه کې هر ډول مالکانه تصرف بند وي.
باید وویل شي، چې د پکتیا ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS