د لغمان کرنې ریاست کې سکټوري غونډه دائره شوه

mail-admin
Sun, May 21 2023 10:08 AM
د لغمان کرنې ریاست کې سکټوري غونډه دائره شوه

دلغمان د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ ریاست سکټوري او تخنیکي غونډه  ددې ولایت دکرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن په مشرۍ په داسې حال کې ترسره شوه، چې ددې ریاست امرینو او مدیرانو سربېره، دکرنې سکتور اړوند ولایتي ریاستونواستازو او د لغمان د کرنې ریاست سره دهمکارو غیردولتي موسساتو چارواکو په کې ګډون درلوده.
 دلغمان دکرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن دغونډې برخوالوته دښه راغلاست ویلو ترڅنګ لارښوونکې وینا وکړه وویل: "دخوشحالۍ ځای دی، چې یوځل بیا  د کرنې ریاست سکټوري اوتخنیکي غونډه کې په ګډه سره د ولسونوستونزو ته درسېدنې په چارو کې د ښې همغږۍ او متوازنې پراختیا په موخه سره راټول یو"
ښاغلی محسن د همکارو موسسو له چارواکو څخه وغوښتل اوسپارښتنه یې ورته وکړه، چې د مرستو د وېش پرمهال باید له شفافیت څخه کارواخلي اومستحق کسان سروې کړي، هغه زیاته کړه چې دلا شفافیت او مستحقو وګړو په پېژندنه کې د سروې پرمهال باید دلغمان د کرنې ریاست استازي سربېره د جومات ملا امام شتون ولري.
 همداراز نوموړي دا هم وویل، چې همکارې موسسې باید د پروژو د تطبیق په برخه کې د کمیت ترڅنګ کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
 ورپسې دلغمان د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس مولوي محمدظاهر زرکمر دخپل ریاست اړوند دپرمختیايي پروژو دتطبیق راپور په لړ کې وویل، چې تر دې مهاله یې ولسونو ته څلورسوه د صحي اوبو څاه ګانې ویستي دي، هغه زیاته کړه چې دلغمان لرې پرتو سیمو ته یې فرعي سړکونه جوړ کړي دي، نوموړي دا هم وویل، چې په نږدې ورځو کېد نړیوال بانک په مرسته به ١٨٩ پروژې د علیشنګ، بادپښ او علینګار ولسوالیو کې په مختلفو برخو کې پلې شي.
 په ورته مهال د لغمان د کرنې ریاست سره اړوند همکارو مؤسسو او دسکټور اړوند ریاستونو استازو خپل کاري راپورونه او راتلونکي پلانونه دلغمان  دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سره شریک کړل.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS