د هلمند بولان څېړنیز فارم کي د غنمو مورنیو او هستوي تخمونو حاصلاتو راټولولو چارې پیل شوې

mail-admin
Wed, May 17 2023 10:22 AM
یسبسیشب

٢۷ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۷ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند ولایتد  کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست  اړوند د کرنیزو څېړنو مدیرت فني او مسلکي کارمندانو لخوا د بولان څېړنیز فارم کې د مورنيو او هستوي تخمونو او تجاربو باندې څېړنې ترسره شوي دي، چې دا مهال یې د حاصلاتو راټولولو چارې پیل شوې.
په یادو څېړنو کې چي ملي او بین المللي تجربې پکې شاملې دي د غنمو د اصلاح، اګرانومۍ او نباتي ناروغیو ٩ سیټونه شامل دي، چې د پلان له مخي به هستوي او مورني تخمونه ورڅخه په لاس راوړل شي.
په یادو څېړنو کي د غنمو نبات باندې د نباتاتو د اصلاح په برخه کي ٣ بین المللی تجربې، چي ۱۴۰ لینونو کي کرل شوي و او ٥ سیټه ملي تجربې، چي ۵۰ لینونه او د اګرانومۍ تجربه چې د اوبو تاثیر د غنمو په حاصلاتو باندې ارزول کیږي شامل دي.
همداراز یو سیټ د ناروغیو د مطالعې تجربه چي د غنمو د ناروغیو په مقابل کي د ښه مقاومت په موخه تر تحقیق لاندې نیول شوي و په ۵۰ لینونو کې کرل سوي و چې تر څېړنو او تحقیق وروسته به یې ښه لینونه په ورایټیو بدلې او معرفي شي.
ددې تر څنګ لوړ حاصل او مقاومي د غنمو ۹ ورایټۍ د مورني تخمونو تولید په منظور په شل جریبه ځمکه کي په فني ډول کرل شوي و او تر روزنې وروسته حاصلاتو ته رسېدلي دي.
د یادو څېړنیزو قطعاتو او هستوي مورني تخمونو د کرني او روزني ټول مراحل د فني او مسلکي کارمندانو لخوا ترسره شوي دي.
د هلمند د کرنې ریاست پلان لري، چې هلمند کې د بېلابېلو نباتاتو، حبوباتو، سبو او مېوه جاتو د تخمونو د اصلاح، ترویج او تکثیر په برخه کي د خپلو مسلکي کارمندانو په مټ کار وکړي ترڅو له مخې یې د ځمکوالو حاصلات لوړ او د قناعت وړ عاید ترلاسه کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS