روزګان کې یوشمېر قصابانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

mail-admin
Tue, May 16 2023 2:40 PM
روزګان کې یوشمېر قصابانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

۲۶ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۶ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د اروزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمریت مسلکي کارکوونکو له خوا ددې ولایت یوشمېر قصابانو ته د کانګو تبې په هکله عامه پوهای ورکړل شوی دی.
د چارواکو په خبره د روزګان ښار قصابانو ته د کانګو CCHF ناروغې اړوند عمومي معلومات وړاندي شوی، او ورته د حفاظت په اړه توصیه شوی دی.
داچي یاده ناروغۍ یوه ساري ویروس او خپریدونکي ناروغي ده او د انسان د مړینې لامل ګرځي چي اصل منبع یې حیوانات دي او د حیواناتو څخه انسانانوته لېږي او بیا د انسان څخه نورو انسانانو ته انتقال مومي او علایم یې لوړه تبه، سردردي، زړه بد والی او وینه بهېدنه ده، او زیات شمیر قصابان، حيواني روغتیایې ډاکتران، ویترنران کروندګر، روغتیایی کارکوونکي او نور په اخته کېږي .
د دي ناروغۍ اړوند د مرکز ترينکوټ ښار ټولو قصابانو ته د ناروغۍ په اړه عامه پوهاوي د ناروغۍ معرفت، منبع، نښي نښانې، د مخنیوي لاري چاري وښودل شول
د یادو معلوماتو ترڅنګ د نوموړي ناروغۍ په اړه جوړ شوي بروشرونه او د تشویق په موخه کتابچي چي په کي د کانګو ناروغۍ هر اړخیز معلومات لیکل شوي هم وېشل شوي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS