د ننګرهار حصارک کې د کانالونو او ویالو د بیا رغولو پروژه پیلېږی

mail-admin
Sun, May 14 2023 9:19 AM
د ننګرهار حصارک کې د کانالونو او ویالو د بیا رغولو پروژه پیلېږی

د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د "DRC" موسسی له مسؤلینو سره وکتل. 
په کتنه کې د "DRC" موسسې مسؤلینو د خپلو راتلوونکو پروژو د پیلیدو په اړه د ننګرهار د کرنې ادارې رییس سره معلومات شریک کړل، او زیاته يي کړه، چې د "DRC" موسسه به ډېر ژر د ننګرهلر حصارک ولسوالی کې د کانالونو او ویالو د بیا رغولو پروژه پیل کړي.
 هغوی دا هم وویل، چې د ننګرهار په ډېرو ولسوالیو کې يي د طبیعې پېښو له امله زیانمن شویو کروندګرو او مالدارانو سره د بیړنیو مرستو ترسره کولو په موخه سروی پیل کړي او تمه کېږي، چې د مرستو د ویش پروژه به ژر پیل شي. 
په همدې حال کې، دننګرهار د کرنې اداری رییس خوښي څرګنده کړه او د پروژو ژر پیلیدو غوښتنه يې وکړه او د پروژو د تطبیق برخه کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ، او همداراز سپارښتنه يي وکړه چې باید کوښښ وشي تر څو کروندګرو او مالدارانو ته پرمختیايي، پایداره او اغیزناکې پروژې پلي شي، تر څو د وروستیو اورښتونو له امله ور اوښتی زیانونه يي جبران او اقتصاد يې پیاوړي شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS