د ننګرهار بهسودو ولسوالی کې کروندګرو سره د ټراکټورونو مرسته وشوه

mail-admin
Wed, May 10 2023 3:27 PM
د ننګرهار بهسودو ولسوالی کې کروندګرو سره د ټراکټورونو مرسته وشوه

۲۰ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرها ولایت د کرنې، اوبولګولواو مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالی لګښت او د افغانستان د راتلوونکو نسلونو خیریه موسسې (FGA)  لخوا د بهسود ولسوالی اړوند میرانو او خوشګنبد سیمه کې د کروندګرو جوړو شویو ټولنو ۴۰۰ تنو ته دوه ټراکټورونه سره د قلبې او بلیډ، دوه ټرالۍ، دوه بار وړونکې زرنج، دوه ګرځنده ژرندي او دوو تریشرو مرسته ترسره شوه. 
په همدې موخه په جوړه شوي غونډه کې د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد کروندګرو ته سپارښتنې وکړې او زیاته يې، کړه چې د مرسته شویو وسایلو څخه سالمه ګټه پورته کړي او هم يي ښه ساتنه وکړي. 
وروسته کروندګرو د کرنې ریاست کړنې وستایلي او د کرنې اداری رییس ته يي د ښو کړنو ترسره کولو په موخه د اعزاز پټکې په سر کړ. 
د یادونې وړ ده چې په غونډه کې د ننګرهار دکرنې رییس سربیره د بهسودو ولسوالی ولسوال، د FGA موسسې مسؤلین، قومي مشران او ځوانانو برخه درلوده.
ددې مرستې موخه د بزګرانو ملاتړ او د میکانیزه کرکیلي دودول ښودل شوي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS