د میدان وردګو  ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم غونډه تر سره شوه 

mail-admin
Tue, May 09 2023 9:32 AM
د میدان وردګو  ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم غونډه تر سره شوه 

۱۹ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۹ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
 د میدان وردګو ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم د لازمو پرېکړو  اړوند غونډه تر سره شوه.
ياده غونډه چې د میدان وردګو ولایت د  کرنې ریاست کې جوړه شوې وه، پکې د میدان وردګو ولایت د کرنې رییس مولوي عبدا لجبار خالد، او دعدلیې رییس، دښارجوړونې رییس، د کاراو ټولنیز دچارو رییس، دارشادحج او اوقافو رییس، د څارنوالۍ  رییس،د امنیې قومندانۍ مرستیال، د ښاروالۍ ریاست استازی،د مستوفیت رییس د اراضي د کدستر د سروې مدیر شتون درلود.
د غونډې په پیل کې د میدان وردګو ولایت دکرنې رییس مولوی عبدالجبار خالد وینا وکړه او په هغو ستونزو او مشکلاتو يې رڼا واچوله چې د میدان وردګو  ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم به ورسره د کار په جریان کې مخامخ کېږي.
وروسته د عدلیې رییس او د قضایای امارت آمر، چې د تخنیکي پلاوي د ستونزو د حل په پار مرکزي کمیسیون ته سفر کړی وو، له تخنیکي پلاوي سره د خپل سفر جزیات شریک کړل.
دغه په دې غونډه کې چک ولسوالی ته د سفر پر موضوعاتو د جلریز ولسوالی د سنګلاخ په دره کې د داوودخان دولتي بڼ پر موضوع د مرکز میدان ښآر اړوندو موضوعاتو خبرې اترې شوې.
د غونډې په جریان کې د تخنیکي ټیم غړو په نوبتي ډول خپل نظریات شریک کړل او د تخنیکي ټیم د چارو د منظم پرمخ وړلو لپاره په ځینو اړینو مسایلو اړوند خبرې اترې وشوې.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS