د هلمند دکرنې ریاست: تېرو دوو کلونو کې د بېلابېلو مېوو دوه زره جریبه نوې بڼونه جوړ شوي دي 

mail-admin
Thu, May 04 2023 9:26 AM
د هلمند دکرنې ریاست: تېرو دوو کلونو کې د بېلابېلو مېوو دوه زره جریبه نوې بڼونه جوړ شوي دي 

د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د سولې بنسټ (ROP) مؤسسې په مرسته د تېرو ٢ کلونو په لړ کې سلګونه بزګرو ته ، نږدې ٢٠٠٠ جریبه مختلف النوع مېوه لرونکي بڼونه جوړ شوي دي چې، د نوموړو بڼونو په ترکیب کې بېلابېل مېوه لرونکي نیالګي (لکه شفتالو ، پلم ، ګرینګچ، انار ، انګور ، انځر او نور)  شامل دي، چې دا مهال د شفتالو د حاصلاتو راټولولو چارې پیل ښوې.
د نوموړو حاصلاتو د ارزونې په موخه د هلمند ولایت کرنې ریاست مرستیال مولوي زین الله (زاهد)، د کرنیزو خدمتونو عمومي مدیر قاري صاحب محمدنسیم (مسلم)، د سولې بنسټ ولایتي مسؤل انجنیر خالقداد جلال، د نیالګیو او قوریه لرونکو د ټولنو مسؤل حاجي احمدشاه، د رسنیو همکارانو او ګڼو بڼوالو د ناوې ولسوالی اړوند عینک په سیمه کې په نمونوي ډول له څو بڼونو لیدنه وکړه.
ګډونوالو د شفتالو سږني حاصلات ښه و ارزول او د سیمې بڼوال یې له حاصلاتو خوښ وو.
د یادو بڼونو مالکانو وویل؛ تازه یې د حاصلاتو راټولولو او بازار ته د وړاندې کولو چارې پیل کړي دي، چې له نیکه مرغه یې شفتالو ښه بازار لري او په لوړ قیمت پلورل کېږي.
د یادې لیدنې پر مهال بڼوالو د هلمند د کرنې ریاست څخه غوښتنه وکړه، ترڅو ددغه ډول باغونو جوړولو په برخه کې ددوئ سره لا نورې مرستې وشي او دغه لړۍ دې ټولو ولسوالیو ته وغځول شي.
ورپسې مولوي زین الله زاهد خبرې وکړې، بڼوالو ته یې ډاډ ورکړ چې په راتلونکي کې به هم د بڼونو جوړولو لړۍ دوامداره ساتي او هڅه به وکړي ترڅو ټولې ولسوالۍ په دې پروسه کې شاملې کړي.
هغه همدارنګه د بزګرو د کرنیزې ودې او پیاوړتیا په برخه د لا نورو چوپړتیاو پر برابرولو او د حاصلاتو لپاره د بازار موندنې په برخه کې د لازمو اسانتیاوو برابرولو ژمنې وکړې.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS