ختیځ زون کې ۲۳۹۸ متریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه تولیدېږي 

mail-admin
Wed, May 03 2023 3:29 PM
ختیځ زون کې ۲۳۹۸ متریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه تولیدېږي 

۱۳ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۳ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند تخمونو ته د تصدیق ورکړې امریت چارواکي وايي، چې دننګرهار د کرنې ریاست څېړنیز فارم او  دولتي کرنیز شرکت (تصدۍ) په ګډه، د تخمونو تولیدي خصوصي شرکتونو لخوا د غنمو اصلاح شویو تخمونو د تولید په موخه ۳۴۱۰ جریبه ځمکه کرل شوې ده او اټکل کېږي چې ۲۳۹۸ متریک ټنه د غنمو با کیفیته اصلاح شوي تخمونه ترې تولید شي.
د ننګرهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې دننګرهار د کرنې ریاست څېړنیز فارم کې ۳۶ جریبه، تصدۍ لخوا ۹۳۷ جریبه، شرق کرنیز شرکت لخوا ۶۳۳ جریبه، هلال هډوال کرنیز شرکت لخوا ۳۹۶ جریبه، ودان کرنیز شرکت لخوا ۱۶۰ جریبه، کنړ کرنیز شرکت لخوا ۳۰۰ جریبه، درانی کرنیز شرکت ۱۸۶ جریبه، الروحید کرنیز شرکت لخوا ۸۲ جریبه، پل بهسود کرنیز شرکت لخوا ۳۰۰ جریبه، همدرد غزنیوال کرنیز شرکت لخوا ۱۰۰ جریبه، سعادت غفوری کرنیز شرکت لخوا ۲۴۰ جریبه او کابل سیډ کرنیز شرکت لخوا ۴۰ جریبه ځمکه د غنمو اصلاح شویو تخمونو تولید په موخه کرل شوي دي، چې د تفتیش ټولې مرحلې يې بشپړې شوي دي او تمه کېږي چې ۲۳۹۸ متریک ټنه د غنمو باکیفیته اصلاح شوي تخمونه تولید کړي.
د غنمو اصلاح شوي تخمونو تولید د بزګرانو د حاصلاتو لوړولو کې رغنده رول لري او هېواد د غنمو د تولید په برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS