هلمند  کې د مضره ملخانو سره د مبارزې په پار کمپاین او عامه پوهاوی پیل شو

mail-admin
Mon, May 01 2023 11:48 AM
هلمند  کې د مضره ملخانو سره د مبارزې په پار کمپاین او عامه پوهاوی پیل شو

١١ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
١١ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند د کرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا  ددې ولایت په واشېر او مارجې ولسوالیو کې د مضره ملخانو د کنترول او مخنیوی په موخه بزګرو ته د عامه پوهاوی کمپاین چارې د فني کارکوونکو په مټ پیل شوي دي. 
د هلمند د کرنې ریاست سیمه ییز کارکوونکي وایي، چې د سیمې د بزګرو په غوښتنه یې د واشېر او مارجې ولسوالیو بېلابېلو سیمو کې یاد کمپاین ترسره کړ، د واشېر ولسوالی په ځینو  سیمو کې تر دې مهاله کم شمېر ملخان  راپیدا شوي دي، چې په دې اړه سیمئیزو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، همدارنګه په مارجې ولسوالۍ کې نوموړي مضره ملخان شتون نه لري، چې د اندېښنې وړ وي.
د هلمند د کرنې ادارې لا له وړاندې د مضرو ملخانو د مخنیوي لپاره چمتووالی لري تر څو د کرونده ګرو حاصلات زیانمن نشي.
د هلمند دکرنې ریاست په دې ولایت  کې د بزګرانو د فصلونو د خوندي کولو او دوی ته د کرکېلي د نويو لارو چارو د ښودنې په موخه  هر اړخیزې برنامې په لاره اچوي، ترڅو د بزګرانو محصولات خوندي او ډېر کړي او ترڅنګ یې د دوی عواید هم زیات شي.
د یادونې وړ ده چې دغه پروسه به د اړتیا له مخې د هلمند ولایت نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS