غمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې څلوېښتمه غونډه پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل شو

mail-admin
Mon, May 01 2023 11:20 AM
غمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې څلوېښتمه غونډه پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل شو

 ١١ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
١١ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د لغمان دکرنې رييس  مولوی محمد ولي محسن په مشرۍ د لغمان د ښاروالۍ په رياست کې خپله څلوېښتمه غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د لغمان دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوي محمدولي محسن لارښوونکې وینا ویلو ترڅنګ د تېرې غونډی دپریکړو دتطبیق ارزونه وکړه.
په دې غونډه کې د نورعلي او حاجي سمیع الله د بلندمنزلو دغصب شوې ځمکې د متصرفو اشخاصو د کورونو دترسره شوي حجمي براورد او د هم دې ځمکې د متصرفو اشخاصو د کورونو  تخلیه کولو باندې بحث ترسره شو.
 په ورته مهال یاد تخنیکي پلاوی دنوموړو لوړپوړو ودانیو د غصب شوې ځمکې متصرفین او  دبلند منزلو دځمکې مدعیان را وغوښتل او له دواړو جانبینو سره يې په جلا جلا توګه وکتل په دې کتنه کې لمړی د متصرفو اشخاصو څرګندونې واوریدل شوې نوموړو متصرفینو په خپلو خبرو کې په دې ټینګار کاوه چې دبلندمنزلو دځمکومالکان باید د دوی دکورونو ټول ساختماني مواد او اجناس او لوازم  دتخلیې په صورت کې دنظر وړ ځای ته نقل مکان کوي او سربېره پر دې د کورونو براورد شوي حجم معادل قیمت به هم ورکوي بلخوا  د دوه بلند منزلو مالک نورعلي دا ومنله چې تخنیکي پلاوی چې هر ډول پریکړې کوي منلو ته یې چمتو دی. 
دغونډې په وروستیوکې د سرخکانو په ښارګوټي کې د٧٣٩مترمربع شنې امارتي ځمکې دتصرف په اړه حقوقي دوسیه چې دقضایای امارت له خوا دمحکمې د هدایت په اساس دتخنیکی پلاوی په اجنډا کې نیول شوې وه او مدعي علیه حاجي عبدالشکور جلسې ته راغوښتل شوی وه دځمکې دتصرف په هکله ورڅخه پوښتنې وشوې اواړونده اسناد یې هم ولیدل شوو  داچې نوموړې  شنه ساحه کې  د تیلو پمپ جوړ کړی او دقرغیو ښاروالۍ له خوا همدغه ځمکه یوتن ابرار نومي ته دبلند منزل دشنې ساحې په نوم په په نقشه کې په نظر کې نیول شوې دقرغیوولسوالۍ د ښاروالی استازي په شتون کې د تخنیکي پلاوی له لوري  پرې بحث ترسره شو د متصرف شخص له څرګندونو څخه وروسته تصمیم  ونیول شو ترڅو  راتلونکی جلسې ته ابرار نومی هم راوغوښتل شي او د دواړو لوریو په شتون کې ورباندې لازمې پرېکړې وشوې.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS