خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي د عدلیې وزیر سره وکتل

user-admin
Thu, Apr 27 2023 10:50 AM
خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي د عدلیې وزیر سره وکتل

د خوتس د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي رییس او غړو د عدلیې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
یاده غونډه، چې د عدلیې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي په ستوګنزي کې ترسره شوې وه، په کې د خوست په ولايت کې د امارتي ځمکو د غصب د مخنيوي، د غصب شوو ځمکو د استرداد، امارتي ځمکو څخه شرعي ګټې اخيستنې په مورد بحٿ او خبرې اترې وشوې .
په دې لیدنه کې دغه راز د تخنیکي پلاوي رییس او غړو د عدلیې وزیر ته خپلې ستونزې او نظرونه وړاندې کړل، چې دوی ته د هرراز همکاریو ډاډ ورکړل شو.
باید وویل شي، چې د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې تر دې دمه په خوست ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولايت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS