د هلمند دکرنې رییس ددې ولایت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب اونظارت له رییس سره وکتل 

mail-admin
Thu, Apr 20 2023 9:02 AM
د هلمند دکرنې رییس ددې ولایت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب اونظارت له رییس سره وکتل 

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نظرمحمد صدیقي د خپل کار په دفتر کې ددې ولایت د دفرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت رییس مولوي عبدالجبار هجرت سره وکتل.
د یادې لیدنې پر مهال د هلمند ولایت د دفرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت رییس مولوي عبدالجبار هجرت وویل :« د عالیقدر اميرالمؤمنین د فرامینو، احکامو او هدایاتو د رعایت او تطبیق څخه د څرنګوالي په موخه د بیلابیلو ادارو څخه لیدنې او ارزونې کوي او بیا یې په اړه عالي مقاماتو ته ګذارش ورکوي ، تر څو د مشرتابه هدایتونه په وخت او زمان باندې پلي کړل شي».
ښاغلی هجرت همدارنګه  د فرمانونو او حکمونو د تعقیب اونظارت لوی ریاست ددندو او واکونو یو جلد قانون د هلمند دکرنې رییس په واک کې ورکړ.
ورپسې د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نظرمحمد صدیقي دهلمند کرنې ریاست ته د راغلو فرامینو، مصوباتو او احکامونو په اړه معلومات وړاندې کړل او وې ویل، چې د مشرتابه ټولې لارښونې او هدایتونه چې دې ادارې ته رارسیدلي دي ، ټولو مربوطه امرینو او مدیریتونو ته تکثیر سوي دي تر څو په ورځنیو چارو کې په جدي ډول په پام کې ونیول سي او له مخې یې خپلې کړنې عیارې کړي .
په وروستیو کې د کرنې ادارې په برخه کې د مشرتابه د فرامینو د تطبیق او رعایت په برخه کې د ترسره شویو اجرائتو پوښتنلیک ددې ادارې رییس په واک کې ورکړل شو تر څو مربوطه څانګې یې ددقیقو او مستندو ځوابونو څخه وروسته بېرته د یاد ریاست په واک کې ورکړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS