د هلمند ګرشک کې بزگرانو ته د غنمو د ناروغيو په هکله عامه پوهاوی ورکول کېږي

mail-admin
Tue, Apr 18 2023 12:30 PM
د هلمند ګرشک کې بزگرانو ته د غنمو د ناروغيو په هکله عامه پوهاوی ورکول کېږي

۲۹ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت ګرشک ولسوالی کې د کرنې ادارې اړوند دبوټو ساتنې مدیریت کارمندانو او سیمئیزو مسؤلینو لخوا د کفشک حشرې د میخانیکي مخنیوى په اړه بزګرو ته په عملي او نظري ډول زده کړې ورکول کېږي. 
د كفشك حشره چې هلمند کې پر غنمو حملې کوي،  د غنمو له شيرې، پاڼو ،تنې او دانې څخه تغذيه كوي  او پر همدې وخت  دا حشره د غنمو دانو ته بدبويي اوزهري  مواد داخلوي ، كه له دوو څخه تر درې سلنې پورې غنم كفشك خوړلي وي نو د ټولو غنمو خوند خرابيږي، ښه  ډوډۍ نه وركوي او له ګټې  وځي.
د هلمند د کرنې ادارې د بوټي ساتني فني کارکونکو لخوا د ګرشک په ولسوالی کې بزګرو ته دنوموړې حشرې دمخنیوي په پار په داسې حال کې  عملي لارښونې پیل شوي دي، چې دا لړۍ به په نورو ولسوالیو کې هم ادامه ومومي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS