د لوګر دکرنې ریاست: خروار ولسوالی کې د عامه بڼ جوړولو چارې روانې دي

user-admin
Thu, Apr 06 2023 3:01 PM
د لوګر دکرنې ریاست: خروار ولسوالی کې د عامه بڼ جوړولو چارې روانې دي


۱۷ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي او د بشري قواوو د پراختیا ادارې د شتمنیو جوړونې (Asset creation) پروژې تر چتر لاندې د دې ولایت د خروار ولسوالی کې د عامه بڼ جوړولو د پروژې چارې په چټکۍ روانې دي.
د لوګر دکرنې ریاست چارواکو له دې عامن بڼ څخه د لیدنې په لړ کې د ټیم غړو ددغه غیر مثمر عامه بڼ کې د نیالګیو د تنظیم او خړوبولو په اړه له تخینکي ټیم څخه اړین مالومات ترلاسه کړل او دغیر مثمرو نیالګیو انتخاب یې دنوموړې سیمې لپاره مناسب اود زرغون چاپېریال د رامنځته کېدو کې مهم ګام او ښه فرصت وباله.
د چارواکو په خبره په یاده سیمه کې څلور زره غیر مېوه لرونکي نیالګي چې پکې ناجو، مرفان، روسی بید اواکاسي شامل دی، چې دچاپېریال د ښکلا، دسېلابونو دکنټرول او د ځمکې دتخریب دمخنیوي په موخه کرل کېږی.
د خروار ولسوالی د کرنیزو چوپړونو مدیریت مسؤولینو د بشري قواوو د پراختیایي ادارې (بقاء)له هڅو او زحمتونو څخه مننه او خوښي څرګنده کړه چې دلوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ سره یې ددغه غیر میوه لرونکی عامه بڼ چارې تردې مهال په ښه اوبریالۍ توګه سرته رسولي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS