د ننګرهار کوز کونړ ولسوالی پر يوشمېر کروندګرو د غنمو رېبلو واړه ماشينونه ووېشل شول

mail-admin
Tue, Apr 04 2023 12:29 PM
د ننګرهار کوز کونړ ولسوالی پر يوشمېر کروندګرو د غنمو رېبلو واړه ماشينونه ووېشل شول

۱۵ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې د خوړو نړيوال پروګرام "WFP" په مالي او د (SARCDO) موسسې په تخنیکې همکارۍ د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د کوزکونړ ولسوالی  د کوټي تاران سیمه کې کروندګرو ته د غنمو رېبلو واړه ماشینونه د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس مولوی عبدالستار محمد لخوا ووېشل شول. 
په دې اړه غونډه کې د ننګرهار د کرنې رييس په خپلو خبرو کې یادونه وکړه، چې دا هغه ۲۰۰ ثبت شوي بزګران دي چې پخوا ورته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورکړل شوي وې، چې ذکر شوي بزګران په څلورو ګروپونو وېشل شوي، چې دمګړۍ د تشویق او ملاتړ په موخه د څلورو ګروپونو کروندګرو ته د یومیلیون او اتیا زره افغانیو په ارزښت ۱۰ عرادې د غنمو رېبلو او قلبه کولو واړه ماشینونه ووېشل شول. 
محمد زیاته کړه، چې دننګرهار د کرنې اداره ژمن ده تر څو د کروندګرو د ملاتړ او تشویق لپاره دې ته ورته نورې ګټوري پروژې په لاره واچوي او د خپلو کروندګرو اقتصاد پیاوړي کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS